جائيټيکس ايکسپينډ نارتھ اسټار 2026، اګنائټ پاکستاني اسټارټ اپس څخه درخواستونه وغوښتل

  اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د آئي ټي و ټيلي کميونيکيشن وزارت ماتحت ادارې 'اګنائټ' (نيشنل ټيکنالوجي فنډ) په دبئۍ كښې په كېدونكي د نړۍ تر ټولو لوي اسټارټ اپ و انويسټر ايونټس كښې په "جائيټيکس ايکسپينډ نارتھ اسټار 2026" كښې ګډون لپاره جديد او اختراعي پاکستاني ټيك اسټارټ اپس څخه درخواستونه طلب كړېدي۔ دا نړيوال نندارتون به د 8 نه تر 10 دسمبر 2026 په متحده …

 

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د آئي ټي و ټيلي کميونيکيشن وزارت ماتحت ادارې ‘اګنائټ’ (نيشنل ټيکنالوجي فنډ) په دبئۍ كښې په كېدونكي د نړۍ تر ټولو لوي اسټارټ اپ و انويسټر ايونټس كښې په “جائيټيکس ايکسپينډ نارتھ اسټار 2026” كښې ګډون لپاره جديد او اختراعي پاکستاني ټيك اسټارټ اپس څخه درخواستونه طلب كړېدي۔ دا نړيوال نندارتون به د 8 نه تر 10 دسمبر 2026 په متحده عرب امارات “دبئيايګزيبيشن سينټر، ايکسپو سټي دبئي كښې كېږي۔ په دې اهمه دستوره كښې د ګډون مقصد پاکستاني ټيک اسټارټ اپس په نړيواله كچه روشناس کول او  تر نړيوال كاروباري ماحول رسنه وركول دي۔ د اګنائټ له مخې د دې نړيوال پليټ فارم د لارې منتخب كېدونكې اسټارټ اپس ته په نړيوال نندارتون كښې، د ګردې نړۍ د نوموړو سرمايه کارو څخه نېغ په نېغه رابطه او نيټ ورکنګ، د فنډنګ ترلاسه كولو پراخه موقعې او په نړيواله كچه د شريكې تجارتي شراكتدارۍ جوړولو بې مثاله موقعې به ترلاسه شي۔ ادارې د هېواد اهل او جديد حل وړاندې كوٶنكو اسټارټ اپس ته امر كړے دے چې ھغوي دې د ټاكلې مودې نه وړاندې خپل درخواستونه جمع كړي٬ د پورټل د لارې د درخواستونو جمع كولو آخري نېټه لسم نومبر مقرر كړې شوې ده۔

مزید خبریں