ماسكو۔ 02 نومبر (اے پي پي) روس او يوكرېن وئېلي دي زمونږ ايمرجنسي وارننګ سسټمز د سائبر بريدونو سره مخ دي٬ د بي بي سي ترمخه ماسكو كښې د روس د بېړني حالات وزارت ووئېل په دې الرټ ايپ شوو په لويه پېمانه سائبر بريدونو بريد كوونكې د جعلي اطلاعات لېږلو جوګه كولې شوو ۔ خو وزارت واضحه كړه چې د اولسي خبردارۍ نظام د معمول تر مخه كار …
د روس او يوكرېن په ايمرجنسي وارننګ سسټمز د سائبر بريدونو ادعاګانې

مزید خبریں
ماسكو۔ 02 نومبر (اے پي پي) روس او يوكرېن وئېلي دي زمونږ ايمرجنسي وارننګ سسټمز د سائبر بريدونو سره مخ دي٬ د بي بي سي ترمخه ماسكو كښې د روس د بېړني حالات وزارت ووئېل په دې الرټ ايپ شوو په لويه پېمانه سائبر بريدونو بريد كوونكې د جعلي اطلاعات لېږلو جوګه كولې شوو ۔ خو وزارت واضحه كړه چې د اولسي خبردارۍ نظام د معمول تر مخه كار كوي ۔ دا پېشرفت د هغې پیښو نه سمدستي پس رامخې ته شو چې كله د يوكرېن فضائي بريدونو په اړه خبرتيا وركونكي اېپ په ظاهره د هيكنګ نه پس خبردارے جاري كړے ؤ ۔ دا خبردارے د يوكرېن سرحدي سيمې كهير سون كښې د ځايي جنګ بندۍ ختمېدو نه څو منټه وړاندې جاري كړے شو او د يوكرېن چارواكو د دې تور په روس لګولے دے۔ پیښې د جنګ په مهال سائبر سېكيورټي او د اولسي خبرداري نظامونو حفاظت په اړه نوي اندیښنې رامخې ته كوي ځكه چې داسې بريدونه په اولس كښې يره ترهه خپرولو او په بيړني حلات كښې ناسمه معلومات د رسولو باعث ګرځي۔











