پېښور ٬ د كور چت راپرېوتو له امله د ملبې لاندې راغلې درې واړه كسان راوويستلے شوو

  د پېښور په بره سوړیزو كلي كښې د يو كور چت راپرېوتو له امله درې كسان تر ملبې لاندې شول كوم چې وروستو د رېسكيو 1122 ډلې ژوندي راوويستل۔ د رېسكيو 1122 پیښور له مخې دا پېښه د پېښور په بره سوريزو  كښې رامنځته شوه۔ د ابتدائي اطلاع له مخې د چت د راپرېوتو له امله درې كسان تر ملبې لاندې ګېر شوې وو له كومو څخه چې دوه …

 

د پېښور په بره سوړیزو كلي كښې د يو كور چت راپرېوتو له امله درې كسان تر ملبې لاندې شول كوم چې وروستو د رېسكيو 1122 ډلې ژوندي راوويستل۔ د رېسكيو 1122 پیښور له مخې دا پېښه د پېښور په بره سوريزو  كښې رامنځته شوه۔ د ابتدائي اطلاع له مخې د چت د راپرېوتو له امله درې كسان تر ملبې لاندې ګېر شوې وو له كومو څخه چې دوه كسان د سيمې خلقو او درېم كس د رېسكيو 1122 ډلې راوويستلو۔ له ملبې څخه راویستل شوي کسان د وړومبنۍ طبي مرستې لپاره د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته رسولې شوي دي ۔

مزید خبریں