بیجنګ02 نومبر(اے پي پي ) د چین صدر شي جن پنګ وئېلي دي چین په منطقه كښې زر د امن بحالۍ او تل پاتي استحکام راوستو لپاره د عرب هېوادونو او خلیج مرستې کونسل (جي سي سي) غړو هېوادونو بشمول د عمان سره رابطو او د شرېكې مرستې لا مضبوطولو ته چمتو دے ۔ د شنهوا تر مخه دا خبره هغه بیجنګ كښې د ګل په ورځ د چین …
منطقه كښې د امن راوستو لپاره د عرب او خلیجي هېوادونو سره مرستې لا زياتولو له چمتو يو۔د چین صدر

مزید خبریں
بیجنګ02 نومبر(اے پي پي ) د چین صدر شي جن پنګ وئېلي دي چین په منطقه كښې زر د امن بحالۍ او تل پاتي استحکام راوستو لپاره د عرب هېوادونو او خلیج مرستې کونسل (جي سي سي) غړو هېوادونو بشمول د عمان سره رابطو او د شرېكې مرستې لا مضبوطولو ته چمتو دے ۔ د شنهوا تر مخه دا خبره هغه بیجنګ كښې د ګل په ورځ د چین په سرکاري دورره راغلي د عمان سلطنتِ سلطان هیثم بن طارق آل سعید سره ملاقات کښې وكړه ۔ د چین صدر ووئېل مينځنے ختيز او خلیج منطقه د لويو قواؤ تر مينځه د مسابقت او جغرافیائي سیاسي شخړو میدان نه دي چوړ پكار ۔ هغه ووئېل منطقه كښې د امن و استحکام راوستو لپاره شريكو هڅو ته اړتيا ده۔ د چین صدر د توان، سرمایه کارۍ او جدید ټیکنالوجۍ كښې د چین او عمان همكاري په مضبوطولو زور راوړولو سره ووئېل چین د عمان سره خپله پرمختيائي تګلاره كښې هم غږي زياتولو ته چمتو دے ٬ دغسې چې د دواړو هېوادونو د توان څانګه كښې قوي او د باور وړ همكارۍ، د سرمایه کارۍ په میدان كښې د پراخه امکانات جوګه ملګرتيا او د جدید ټیکنالوجۍ په ړه مرستې لپاره لا مضبوط شراکت دار جوړ شوو ۔ دا 48 كاله وړاندې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو جوړېدو نه پس د عمان د كوم مشر د چین وړومبۍ دورہ ده ۔











