ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شو ٬ تر 8 نومبر به دوام لري٬ نېشنل اېمرجنسي آپرېشنز سېنټر

اسلام آباد۔2نومبر (اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شو كوم به چې تر 8 نومبر دوام لري۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر (اېن ای او سی) له  مخې د كمپائن په مهال به د هېواد په 97 ضلعو كښې 5 كالو څخه كم عمر لرونكو كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو څاڅكي وركولې شي۔ د اېن اي او سي له مخې 2 لكه څخه …

اسلام آباد۔2نومبر (اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شو كوم به چې تر 8 نومبر دوام لري۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر (اېن ای او سی) له  مخې د كمپائن په مهال به د هېواد په 97 ضلعو كښې 5 كالو څخه كم عمر لرونكو كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو څاڅكي وركولې شي۔ د اېن اي او سي له مخې 2 لكه څخه زيات فرنټ لائن ورکرز به كور په كور كوچنيانو ته پوليو وېكسين وركوي۔ د دې كمپائن په مهال 2 كروړه 40 لكه كوچنيانو ته د قطرې وركولو هدف ټاكلې شوې دې۔ اېن ای او سی مور پلار ته خواست كړې چې هغوي كوچنيانو ته قطرې وركولو كښې د پوليو ډلو سره بشپړ كمك وكړي۔ دا د مور پلار ذمه واري ده چې هغوي د كمپائن په مهال د خپلو كوچنيانو وېكسي نېشن باوري كړي دغسې چې د پاكستان پوليو څخه پاك هېواد جوړولو هڅې كاميابې كړې شي۔

مزید خبریں