اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د پاكستان نمبر ون نړيوال جونیئر ټېنس لوبغاړي 17 كلن میکائیل علی بېګ آئی ټی اېف جے 100 کوالالمپور سنګلز چېمپئن شپ وګټلو ، هغه په فائنل كښې د جاپان سېکنډسیډ لوبغاړي له له يوې اړخيزې مقابلې وروستو 0-6 او 1-6 سره ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړو۔ د چېمپئن شپ په اولني راؤنډ كښې هغه د هند آریا وینکټارامن ته 0-6، 0-6 سره …
میکائیل علی بېګ د آئی ټی اېف جے 100 کوالالمپور سنګلز چیمپئن شپ نړيوال چېمپئن جوړ شو ، د پي ټي اېف چارواكو مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د پاكستان نمبر ون نړيوال جونیئر ټېنس لوبغاړي 17 كلن میکائیل علی بېګ آئی ټی اېف جے 100 کوالالمپور سنګلز چېمپئن شپ وګټلو ، هغه په فائنل كښې د جاپان سېکنډسیډ لوبغاړي له له يوې اړخيزې مقابلې وروستو 0-6 او 1-6 سره ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړو۔ د چېمپئن شپ په اولني راؤنډ كښې هغه د هند آریا وینکټارامن ته 0-6، 0-6 سره ماتې وركړه۔ دې كاميابۍ سره د میکائیل علی بېګ د نړيوال آئی ټی اېف ټائټلز شمېره 16 ته ورسېده په كوموكښې چې 8 سنګلز او 8 ډبلز ټائټلز شامل دي۔ د پاکستان ټېنس فېډرېشن صدر اعصام الحق قرېشی، سېکرټری جنرل کرنل (ر) ضیاء الدین طفیل او د پی ټی اېف ټولې انتظاميې میکائیل علی بېګ او د هغه كورنۍ له په دې زړه پورې كاميابۍ مباركي وركولو سره په نړيواله كچه د ده كاركردګي ستايلې ده۔











