اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) اولنۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري د ګلګت بلتستان 79 مې د آزادۍ ورځې په موقع د ګلګت بلتستان ولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې مونږ د زړورو خلكو زرورتيا او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوو كومو چې خپل وطن ډوګره راج څخه آزاد كړو او پاكستان سره يۍ د تړون لرونكي يو روښانه سباؤن بنياد كېښودو۔ په يكم نومبر د ګلګت بلتستان د آزادۍ …
د زړورو خلکو زړورتیا او قربانیو ته پېرزوئنې وړاندې كوو، د اولنۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري د ګلګت بلتستان د آزادۍ ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) اولنۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري د ګلګت بلتستان 79 مې د آزادۍ ورځې په موقع د ګلګت بلتستان ولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې مونږ د زړورو خلكو زرورتيا او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوو كومو چې خپل وطن ډوګره راج څخه آزاد كړو او پاكستان سره يۍ د تړون لرونكي يو روښانه سباؤن بنياد كېښودو۔ په يكم نومبر د ګلګت بلتستان د آزادۍ ورځې په موقع خپل پېغام كښی هغې ووئيل د ګلګت بلتستان اولس او په خاص توګه ځوان كول ٬ انجونو او مېرمنو ته د زړه له كومي مباركي وركوم۔ دې ووئيل د ګلګت بلتستان انجونو ته زه وئيل غواړم چې ستاسو خوبونه اهم دي كه تاسو ټيچر ٬ ډاكټر ٬ سائنسدان ٬ كاروباري شخصيت ٬ لوبغاړې يا اولسي استازې جوړېدل غواړۍ نو تاسو ته خپل مقصدونه ترلاسه كولو له بايد موقعې دركړې شي او ستاسو دې اعانت وكړې شي۔ دې ووئيل كومه هم نجلۍ دې په دې وجه سكول نه پرېږدي چې لرې دې ، يا د دې كورنۍ د سكول مصاريف پورته كولې نه شي٬ يا دا ووئيلې شي چې ددې خواهش ته څوك اهميت نه وركوي۔ دې ووئيل د شهید ذوالفقار علی بھټو اصلاحات، د شهیدې محترمې بینظیر بھټو د جمهوری حقونو عزم او د پي پي پي د 2009 حكومت د خودمختارۍ پرېكړه ددې پخواني باور عكاسي كوي چې د ګلګت بلتستان خلكو ته د عزت ٬ نمائندګۍ او خپل سباؤن كښې د زيات برخې اخستو حق ترلاسه دې۔ دې ووئيل راځۍ چې مونږ ددې عزم پخلې وكړو چې ګلګت بلتستان دې داسې وي چرته چې انجونې باور سره مخ په وړاندې لاړې شي ٬ د عزت ژوند تېر كړي او ځوانان روښانه سباؤن پلو وګوري۔ آصفہ بھټو ووئيل د ګلګت بلتستان د اولس امن او سوكالۍ لپاره لاس په دعا يم۔











