اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ګلګت بلتستان 79 مې آزادۍ ورځې په موقعې د سيمې ولس له د زړه له كومي مباركي وركولو سره د هغوي تاريخي ستړو ٬ قربانيو او پاكستان سره د نه كمزورې كېدونكي پېوستون ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ هغه ووئيل ډوګره راج څخه د آزادۍ او پاكستان سره د الحاق پرېكړه د هېواد د تاريخ د وياړ وړ …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ګلګت بلتستان اولس ته د آزادۍ ورځې مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ګلګت بلتستان 79 مې آزادۍ ورځې په موقعې د سيمې ولس له د زړه له كومي مباركي وركولو سره د هغوي تاريخي ستړو ٬ قربانيو او پاكستان سره د نه كمزورې كېدونكي پېوستون ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ هغه ووئيل ډوګره راج څخه د آزادۍ او پاكستان سره د الحاق پرېكړه د هېواد د تاريخ د وياړ وړ باب دے۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د بېلو جمهوري حكومتونو لخوا په ګلګت بلتستان كښې د معارفي كړې شوو اصلاحاتو ستاينه كولو سره په خاص توګه د شهيد ذوالفقار علی بھټو، شهیدې محترمه بے نظیر بھټو او صدر آصف علی زرداری په مشرۍ كښې د كال 2009ء پیپلز ګوند حكومت په دور كښې د بااختیاره جوړولو اقدامات سنګ ميل وګرځول۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه جې د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالي د پاكستان مجموعي پرمختګ سره تړلې ده۔ ده هيله ولرله چې ددې سيمې ولس به د يو مضبوط٬ يو موټې او سوكاله پاكستان په جوړولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔(اے پي پي وا ١٥٥٥)











