اسلام آباد۔01 نومبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زردار وئيلي دي د الجزائر د ولس مړانه او قربانۍ نن هم آزادي او وقار خوښوونكو قامونو لپاره د لارې مشال دي، الجزائر سره دوه اړخيزه ملګرتيا لا مستحكمولو او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ تعليم او كلتور په څانګو كښې همكارۍ ته پراختيا وركولو كښې خوښي لرو۔ هغه دا خبره د جمهوريه الجزائر قومي ورځې په …
د الجزائر د ولس مړانه او قربانۍ نن هم آزادي او وقار خوښوونكو قامونو لپاره د لارې مشال دي: د صدر مملكت آصف علي زرداري د الجزائر قومي ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔01 نومبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زردار وئيلي دي د الجزائر د ولس مړانه او قربانۍ نن هم آزادي او وقار خوښوونكو قامونو لپاره د لارې مشال دي، الجزائر سره دوه اړخيزه ملګرتيا لا مستحكمولو او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ تعليم او كلتور په څانګو كښې همكارۍ ته پراختيا وركولو كښې خوښي لرو۔ هغه دا خبره د جمهوريه الجزائر قومي ورځې په موقع د مباركۍ خپل پېغام كښې وكړه۔ دا ورځ د نومبر په اولنۍ نېټه د الجزائر د آزادۍ تاریخی انقلاب پېل كېدو 72 مې سالګرې په ياد كښې لمانځلې شي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستاني اولس ، حکومت او خپل اړخه د الجزائر صدر عبد المجيد تبون او ورور اولس له مباركي وركولو سره ووئيل د الجزائر د ولس مړانه او قربانۍ نن هم آزادي او وقار خوښوونكو قامونو لپاره د لارې مشال دي٬ پاكستان د نوآبادیاتی حکمران خلاف ستړو كښې د الجزائر بشپړ ملاتړ وكړو۔ د الجزائر آزادۍ څخه وړاندې په كال 1958ء كښې ددې عبوري حكومت د پاكستان لخوا تسليم كېدل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ژور يووالي او ورورولۍ اړيكو څرګندونه ده۔ ده ووئيل شهید ذوالفقار علی بھټو د احمد بن بېلا او هواري بومدېن په شمول د الجزائر مشرتابه سره ملګرتيا د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ صدر مملكت ووئيل شهیدې محترمې بېنظير بھټو دا ملګرتيا لا مخ په وړاندې بوتله۔ د هغې په جولائی 1990ء كښې د الجزائر دورې او صدر شاذلي بن جديد سره ملاقات په دوه اړخيزه احترام اډانه دا اړيكې لا په زړه پورې كړې۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل په كال 2025ء كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د مشتركه ركنيت په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه همكارۍ د ګډو مقصدونو ترلاسه كولو له په ګډه د كار كولو اهميت رامخې ته كړو۔ ده ووئيل مونږ د فلسطيني اولس د آزادۍ حق او د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست چېب پلازمينه يۍ القدس الشريف وي جوړولو په حمايت متحد يوو۔ مونږ د شخړو حل ٬ آبادۍ تحفظ ٬ لويدېيزه آسيا كښې تلپاتي امن په ځائې كولو له د مذاكراتو او سفارتكارۍ د لارې د مسئلو حل كولو په عزم هم متفق يو۔ صدر مملکت ووئيل خپل همڅنګ عبدالمجید تبون سره په ګډه خپل منځه ملګرتيا لا مستحكمولو او تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ تعليم او د كلتور په څانګو كښې همكارۍ ته پراختيا وركولو كښې خوښي لرو۔ صدر مملکت د صدر عبدالمجید تبون روغتيا او تندرستۍ او د الجزائر اولس سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔











