لاهور ۔31اکتوبر(اے پی پی) پاكستان سري لنكا ته په فائنل مېچ كښې په درې وكټونو ماتې وركولو سره درې اړخيزه ون ډے سيريز په خپل نوم كړو۔ د تفصيلات له مخې پاكستان ټاس ګټلو سره پخپله د لومړي فيلډنګ پرېكړه وكړه۔ سري لنكا د بېټنګ په كولو په ټاكلې 50 اورونو كښې د 8 لوبغاړو په زيان 325 رنز جوړ كړل۔ د سري لنكا لخوا كاميندو مېنډس 131 رنز جوړ …
پاکستان سري لنکا ته په فائنل مېچ کښې ماتې ورکړه

مزید خبریں
لاهور ۔31اکتوبر(اے پی پی) پاكستان سري لنكا ته په فائنل مېچ كښې په درې وكټونو ماتې وركولو سره درې اړخيزه ون ډے سيريز په خپل نوم كړو۔ د تفصيلات له مخې پاكستان ټاس ګټلو سره پخپله د لومړي فيلډنګ پرېكړه وكړه۔ سري لنكا د بېټنګ په كولو په ټاكلې 50 اورونو كښې د 8 لوبغاړو په زيان 325 رنز جوړ كړل۔ د سري لنكا لخوا كاميندو مېنډس 131 رنز جوړ كړل۔ پاکستان د 326 رنز هدف په 48.2 اورونو کښې د 7 لوبغاړو په زیان پوره کړ. په دغه بریا کښې د فخر زمان 127 رنز او په وروستیو اورونو کښې د عرفات منهاس تېز او غوره 61 رنز مهم رول ولوبو۔ په دې بريا د شاهين آفريدي په مشرۍ كښې پاكستانۍ لوبډلې په خپل مېدان د درې هېوادونو (پاکستان، سري لنکا او انګلینډ) د سیریز ټرافي په خپل نوم كړه۔











