برطانيي د يوكرېن لپاره د 10 اربه پاونډ اقتصادي و عسكري مرستې  اعلان وكړو

لندن 29 اكتوبر(اے پي پي)  برطانيي د يوكرېن  لپاره د نورو 10 اربه پاونډ  د اقتصادي او عسكري مرستې  وركولو اعلان كړے دے۔ د شنهوا تر مخې د برطانيي د خزانې وزير جان هيلي د پارلمان لانديني ايوان كښې د كال 2026 بجټ وړاندې كولو كښې ووئېل  په اضافي مرستې پېكج كښې  پور٬  د برآمدي مالي معاونت ضمانتونه او د روان يخنې موسم لپاره 50 كروړه پاونډ  بيړنۍ مرسته شامله …

لندن 29 اكتوبر(اے پي پي)  برطانيي د يوكرېن  لپاره د نورو 10 اربه پاونډ  د اقتصادي او عسكري مرستې  وركولو اعلان كړے دے۔ د شنهوا تر مخې د برطانيي د خزانې وزير جان هيلي د پارلمان لانديني ايوان كښې د كال 2026 بجټ وړاندې كولو كښې ووئېل  په اضافي مرستې پېكج كښې  پور٬  د برآمدي مالي معاونت ضمانتونه او د روان يخنې موسم لپاره 50 كروړه پاونډ  بيړنۍ مرسته شامله ده۔   هغه ووئېل  د برطانيي  وزيراعظم  اينډي برنهم  د يوكرېن صدر ولاديمير زيلنسكي سره په ټېلې فون خبرې كړې دي او هغه يې د وعدو نه خبر كړو۔  د برطانيي وزيراعظم دا پېكچ د يوكرېن لپاره د برطانيي د اړخه  د ټولو نه لويه مالي مرسته  ګرځولې شوې ده ۔  د دې اعلان نه پس د برطانيي د يوكرېن لپاره ټوله مرسته  35 اربه پاونډ  ته ورسېده  چې پكښې د 16 اربه پاونډ عسكري مرسته هم شامله ده

مزید خبریں