واشنګټن 29 اكتوبر(اے پي پي) امرېكې د امنيتي اندېښنو تر مخه سعودي عرب كښې مېشته خپلې غېر هنګامي (نان ايمرجنسي ) دولتي ملازمينو او د هغوي كورنيو ته د هېواد پرېښودو سپارښتنه كړې ده۔ د بي بي سي تر مخه د امرېكې خارجه محكمې د ايران مرستياله حوثيانو ځواكونو چې سعودي عرب كښې شهري هوائي اډې او مهم تنصيبات په نخښه كړې دي او پكښې په درځنونو وګړي مړه او …
په سعودي عرب كښې د امنيت اندیښنې ٬ امرېكې غېر ضروري عملې ته د هېواد پرېښودو امر وكړو

مزید خبریں
واشنګټن 29 اكتوبر(اے پي پي) امرېكې د امنيتي اندېښنو تر مخه سعودي عرب كښې مېشته خپلې غېر هنګامي (نان ايمرجنسي ) دولتي ملازمينو او د هغوي كورنيو ته د هېواد پرېښودو سپارښتنه كړې ده۔ د بي بي سي تر مخه د امرېكې خارجه محكمې د ايران مرستياله حوثيانو ځواكونو چې سعودي عرب كښې شهري هوائي اډې او مهم تنصيبات په نخښه كړې دي او پكښې په درځنونو وګړي مړه او په فضائي مزل كښې خخلل رامخې ته شوے ۔ بيان كښې خبردارے وركړے شوے چې صورتحال لا شدت اختيارولې شي۔ په سوشل مېډيا پېلټ فارم ايكس جاري بيان د امرېكې سفارت د اوسنو ډرونز او مېزائل بريدونو نه پس سعودي كښې د امرېكې سركاري ملازمينو لپاره د كومې هم هوائي اډې كارولو نه وړاندې د چيف آف مشن خاص هدايات لازمي ګرځولې دي۔ د امرېكې چارواكو خپل وګري خبر دار كړي دي چې هغوي په هوائي اډو د ممكنه بريدونو ٬ فضائي بنېزونو ٬ د پرازونو د منسوخ كېدو او د سفري خطر نه خبر وي او د مزل په صورت ډېر اختياط وكړي۔ مسافرو ته وئېلي شوي چې د خپل پرواز په اړه صورتحال لپاره نيغ په نيغه ايئر لائن او هوائي اډې څخه معلومات اخلئ











