ټرائي نېشن سېريز كښې د ګدون كوونكو  لوبډلو لوبغاړو او آفېشلز په درناوي كښې دستوره

  لاهور۔ 29 اكتوبر (اے پي پي)  د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محشن نقوي د اړخه  ټرائي نېشن سېريز كښې د ګدون كوونكو  لوبډلو لولغاړو او د آفيشلز په درناوي كښې په شاهي قلعه  كښې خاص دستوره وشوه ٬ چې پكښې  د پاكستان ٬  انګلېند او سري لنكا   لوب ډلو لوبغاړو  ٬ كوچنګ او  منېجمنټ اسټاف ګډون وكړو۔ غېر  ملكي لوبغاړو  او آفيشلز ته د شاهي مېلمنو غوندې هر كلے …

 

لاهور۔ 29 اكتوبر (اے پي پي)  د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محشن نقوي د اړخه  ټرائي نېشن سېريز كښې د ګدون كوونكو  لوبډلو لولغاړو او د آفيشلز په درناوي كښې په شاهي قلعه  كښې خاص دستوره وشوه ٬ چې پكښې  د پاكستان ٬  انګلېند او سري لنكا   لوب ډلو لوبغاړو  ٬ كوچنګ او  منېجمنټ اسټاف ګډون وكړو۔ غېر  ملكي لوبغاړو  او آفيشلز ته د شاهي مېلمنو غوندې هر كلے ووئېل شو  او د هغوي شاهي مېلمستيا هم وكړې شوه۔  د پي سي بي چيئرمېن په عالمګيري دروازه  د ټولو ډلو لوبغاړو  او آفيشلز هر كلے وكړو۔دغسې مېلمنو د شاهي قلعه ٬ بادشاهي مسجد او د اقبال د مزار هم دوره وكړه ۔  چرته چې ورته د دغې تاريخي ودانيو  د اهميت او د مغل دورې  تاريخ په اړه هم ووئېل شول۔   دوي د د شاهي قلعې ٬ ديوان عام ٬  بارود خانې او د شيش محل دوره هم وكړه   او  په تاريخي ورثه كښې يې ډېره خوښي ولرله۔   په دې مهال د ډهول وهونكو ډلې په زړه پورې پرفارمنس وړاندې كړو كوم چې لوبغاړو  ډېر خوښ كړو۔

مزید خبریں