واشنګټڼ۔ 29 اكتوبر (اے پي پي) د ايران خلاف په جنګ تر اوسه د امرېكې 47 اربه ډالره خرڅ شوي دي كوم چې جولاِئي كښې د پېنټاګان د لګولې اندازې نه 25 فيصده زيات دي۔ د خبر رسنې ادارې رائټر تر مخه پېنټاګان د جنګ خرڅونو په اړه تازه اندازه باندې تبصرې لپاره د شوي درخواست سمدتي كوم ځواب ورنه كړو او نه اندازه تر اوسه په اولسي كچه …
د ايران خلاف په جنګ د امرېكې 47 اربه ډالر خرڅ شوي دي٬ راپور

مزید خبریں
واشنګټڼ۔ 29 اكتوبر (اے پي پي) د ايران خلاف په جنګ تر اوسه د امرېكې 47 اربه ډالره خرڅ شوي دي كوم چې جولاِئي كښې د پېنټاګان د لګولې اندازې نه 25 فيصده زيات دي۔ د خبر رسنې ادارې رائټر تر مخه پېنټاګان د جنګ خرڅونو په اړه تازه اندازه باندې تبصرې لپاره د شوي درخواست سمدتي كوم ځواب ورنه كړو او نه اندازه تر اوسه په اولسي كچه جاري نه كړې شوه۔د جنګ زياتېدونكو خرڅونو انكشاف په داسې وخت كښې شوے دے چې كله رېپبلكن پارټي د 3 نومبر ټاكنو نه وړاندې د دې غېر مقبول جنګ د سياسي اثرارت سره مخ ده۔ د دې ټاكنو څخه به د راروانو دوو كالو لپاره د امرېكې په كانګرېس د اكثريت فېصله اوشي۔ په نړيواله منډۍ كښې د توان بيعو او جنګي اثرات د رېپبلكن كانديدانو مرسته ځپلې ده او د صدر ډونلډ ټرمپ په مقبوليت كښې هم كمے راغلے دے۔ دا وخت رېپبلكن پارټۍ ته د كانګرېس په دواړو ايوانونو كښې معمولي اكثريت تر لاسه دے۔ د پېنټا ګان تازه اندازه كښې د جنګي كاروائيو مصرفونه شامل دي ٬ د دې نه برته جنګ كښې د كارېدونكو بارودو او مېزائلو په ځائے د نوې وسلې اغستو لپاره 29 ارب ډالره نه زيات به پكار وي۔ د عسكري ساز و سامان بدلولولو يا په جنګ كښې د ړنګو شوو الوتكو پشمول د نور پوځي پلېټ فارم زيانونه تر سره كولو لپاره به هم 6 ارب ډالره پكار وي۔ په دې زيانونو كښې د جنګ په مهال تباه يا ضائع شوي ګڼ ډرونز هم شامل دي۔ صدر ډونلډ ټرمپ په فرورۍ كښې د اسرائيل سره په ګډه د ايران خلاف جنګ پېل كړے ؤ او هغه وخت ئې پېشنګوئي كړې وه چې دا شخړه به په لږ وخت كښې ختمه شي۔











