د صوبې څخه د ترهه ګرۍ په فضا ختمولو به ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شي  ، وزیراعلیٰ بلوچستان

  کوئټه ۔ 28 اکتوبر (اے پي پي)د بلوجستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي وئېلي دي  د صوبې څخه  د ترهه ګرۍ  فضا په ختمولو به د ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شي  ، بزدلانه بريدونه  د حکومت  عزم او  حوصلې نشي كمزور كولې،  د بلوڅو انجونې او هالكان د تعلیم څخه لرې ساتل  د ترهه ګرو  مقصد دے  خود  بلوچستان حکومت  به په هيڅ  صورت تعلیمې ادارې بندې نه …

 

کوئټه ۔ 28 اکتوبر (اے پي پي)د بلوجستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي وئېلي دي  د صوبې څخه  د ترهه ګرۍ  فضا په ختمولو به د ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شي  ، بزدلانه بريدونه  د حکومت  عزم او  حوصلې نشي كمزور كولې،  د بلوڅو انجونې او هالكان د تعلیم څخه لرې ساتل  د ترهه ګرو  مقصد دے  خود  بلوچستان حکومت  به په هيڅ  صورت تعلیمې ادارې بندې نه كړي بلکې خپلو  ماشومانو  ته به د تعلیم، شعور او روزګار موقعې وركوي ،   ده ووئېل كوم خلق چې  د ریاست  آئین او قانون په دائره كښې د دلیل په بنیاد خبره كول غواړي د هغوي لپاره  د ریاست دروازې عمر له پرانستې پرتې دي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه  ده د شورو په ورځ صوبه كښې  د امنيت په وضعه خبرې كولې۔ وزیراعلی د نوشکي په ګرلز کالج كښې رامخې ته شوې پیښه خفګاني ګرځولو سره ووئېل تېره ورځ    کالج ته د  بی ایل اے  ترهه ګر داخل شوي او  او درې  طالبات يې ژوبل  كړي دي  ۔  وزیراعلی د دغې بزدلانه کارروائۍ سختې غندنې كولو سره ووئېل  د بلوچستان اولس،  په خاص توګه  ژوبل طالبات او د هغوي مور پلار له  باور وركړو چې  حکومت به دې قاتلانو پسې  ځي  او  سیکیورټي فورسز دغې ظالمانو او ترهه ګرو ته په رسېدو  به هغوي خپل کردار ته رسوي۔

مزید خبریں