د خېبر پښتونخوا  ګورنر كوز جنوبي وزیرستان كښې په كورونو او د انګور اډې په بازار د افغان طالبان رجیم د ډزو سخته غندنه وكړه

پېښور ۔ 28 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کندي په كوز جنوبي وزیرستان كښې په كورونو او انګور اډہ بازار د افغان طالبان رجیم د بې درېغه ډزو سخته غندنه كړې ده۔  د شورو په ورځ د ګورنر هاوس پیښور وياند  د اړخه جاري بیان  تر مخه فیصل کریم کنډي ووئېل  د افغان طالبان رجیم د اړخه د وګړو ودانۍ او د انګور اډې بازار …

پېښور ۔ 28 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کندي په كوز جنوبي وزیرستان كښې په كورونو او انګور اډہ بازار د افغان طالبان رجیم د بې درېغه ډزو سخته غندنه كړې ده۔  د شورو په ورځ د ګورنر هاوس پیښور وياند  د اړخه جاري بیان  تر مخه فیصل کریم کنډي ووئېل  د افغان طالبان رجیم د اړخه د وګړو ودانۍ او د انګور اډې بازار په نخښه كول د غندنه وړ دي۔ ده ووئېل د پاکستان وسله وال پوځ سمدستي ، په زړه پورې او پرېكنده  ځواب وركولو ته سلام كوم۔ ده ووئېل  د افغان طالبان رجیم بايد په كومه ناپوهۍ كښې پاتي نه شي ، پاکستان پخپل اولس د بريد او د هېواد د خودمختارۍ خلاف ورزۍ بيخي  به ونه زغمي۔ ګورنر ووئېل خیبرپښتونخوا د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د زرګونو ځانونو قربانۍ وركړې دي۔ده ووئېل چاته به هم د پاکستان د اولس يرولو او د هېواد سلامتیا ته د زيان  رسولو اجازه ورنه كړو، د  پاکستان خلاف د كوم هم يرغل به په زړه پورې  عزم او ثابت قدمۍ سره ځواب وركولې شي ۔ ګورنر ووئېل د ګران وطن د يو يو انچ دفاع لپاره د پاکستان وسله  وال پوځ ته د ټول قام ملاتړ تر لاسه دے ، هيڅ يوه دړكه  یا بزدلانه کارروائۍ د پاکستان د دفاع قامي عزم کمزورے كولې نشي۔ ده ووئېل  د پاکستان  خودمختارۍ، سيمه ايزې سلامتيا او د اولس په تحفظ  به كومه سودا نه كېږي

مزید خبریں