لاهور 28 اكتوبر(اے پي پي) د پاكستان كركټ ډله په هانګ كانګ سكسز ټورنامنټ كښې ګدون لپاره روانه شوې ده ٬ د قامي ډلې مشري به عباس آفريدي كوي۔ درې ورځنے هانګ كانګ سكسز ټورنامنټ به د 30 اكتوبر نه تر وړومبي نومبر دوام لري۔ چې پكښې 12 لوب ډلې برخه اخلي ۔ د د پي سي بي وياند تر مخه په ټورنامنټ كښې شرېكې ډلې په 4 ګروبس وېشلې …
د پاكستان كركټ ډله د هانګ كانګ سكسز ټورنامنټ كښې ګدون لپاره روانه شوه

مزید خبریں
لاهور 28 اكتوبر(اے پي پي) د پاكستان كركټ ډله په هانګ كانګ سكسز ټورنامنټ كښې ګدون لپاره روانه شوې ده ٬ د قامي ډلې مشري به عباس آفريدي كوي۔ درې ورځنے هانګ كانګ سكسز ټورنامنټ به د 30 اكتوبر نه تر وړومبي نومبر دوام لري۔ چې پكښې 12 لوب ډلې برخه اخلي ۔ د د پي سي بي وياند تر مخه په ټورنامنټ كښې شرېكې ډلې په 4 ګروبس وېشلې شوي دي۔ پاكستان په ګروپ سي كښې شامل كړے شوے ۔د پاكستان په ډله كښې كپتان عباس آفريدي نه علاوه عبدالصمد ٬ احمد دانيال ٬ محمد عرفان ٬ خواجه محمد شهزاد او سعد مسعودي شامل دي۔ قامي ډله په ټورنامنټ كښې د ښې كاركردګۍ ښودلو او د بريا تر لاسه كولو لپاره به مېدان ته كوزېږي۔











