باكو 27 اکتوبر (اے پي پي) د آذربائيجان په پايه تخت باكو كښې د پاكستان په سفارتخانه كښې د كشمير توره ورځ ولمانځلې شوه چې پكښې د سول سوسائټۍ غړو٬ تهنك ټېكنس٬ د ميډيا استازو ٬ د پاكستان كميونټۍ غړو د آذربائيجان پوهانو٬ زده كوٶنكو ګډون وكړو . په دې موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې د سفارت ناظم الامور سارہ اعجاز کشمیریانو سره د پاکستان د غیر متزلزل يووالي …
باكو٬ د پاكستان په سفارتخانه كښې د كشمير توره ورځ ولمانځلې شوه

مزید خبریں
باكو 27 اکتوبر (اے پي پي) د آذربائيجان په پايه تخت باكو كښې د پاكستان په سفارتخانه كښې د كشمير توره ورځ ولمانځلې شوه چې پكښې د سول سوسائټۍ غړو٬ تهنك ټېكنس٬ د ميډيا استازو ٬ د پاكستان كميونټۍ غړو د آذربائيجان پوهانو٬ زده كوٶنكو ګډون وكړو . په دې موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې د سفارت ناظم الامور سارہ اعجاز کشمیریانو سره د پاکستان د غیر متزلزل يووالي او د دوي د خپلواكۍ ناقابل تنسیخ حق لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلے وكړو۔ ساره اعجاز زور راوړو چې جمو و کشمیر په نړيواله كچه منلې شوې شخړه ده او د دې د يو اړخيزه اقدامات د لارې متنازع حیثیت نشي بدلېدے او نه د كشميريانو د خپلواكۍ جائز حق متاثره كېدے شي۔ په دې موقع ناظم الامور ساره اعجاز د كشمير مسئلې په اړه د آذربائیجان د اصولي او پرله پسې مرستې ستائنه هم وكړه۔ د دستورې په مهال د پاکستان صدر مملكت آصف علي زرداري، وزیراعظم محمد شهباز شریف او نائب وزیراعظم و خارجه وزیر محمد اسحاق ډار پېغامونه هم واورولېے شول











