27 اکتوبر د کشمیر د تاریخ يوه توره ورځ ده ، چې كله په 1947 كښې هندي پوځ  په جموں و کشمیر ناجائزه قبضه وكړه ، ګورنر فېصل كريم كنډي

پیښور۔ 26 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي  27 اکتوبر  د کشمیر د تاریخ يوه توره ورځ ده ، چې كله  په كال 1947 كښې هندي پوځ  په جموں و کشمیر ناجائز قبضه وكړه ٬ د دغې نه پس کشمیرے اولس د حقِ خودارادیت  تر لاسه كولو لپاره پرله پسې هلې ځلې كوي ۔ دا ورځ د کشمیري اولس د آزادۍ لپاره لازواله هلو …

پیښور۔ 26 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي  27 اکتوبر  د کشمیر د تاریخ يوه توره ورځ ده ، چې كله  په كال 1947 كښې هندي پوځ  په جموں و کشمیر ناجائز قبضه وكړه ٬ د دغې نه پس کشمیرے اولس د حقِ خودارادیت  تر لاسه كولو لپاره پرله پسې هلې ځلې كوي ۔ دا ورځ د کشمیري اولس د آزادۍ لپاره لازواله هلو ځلو، قربانیو او  د هندي  ظلمونو د  يو اوږد تاریخ یادګېرنه  كوي كوم چې د کشمیري اولس د هيلو  چقولو او د  دوي څخه د  حقِ خودارادیت تروړلو  د يو دردناك داستان پېل ؤ ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده میډیا ته جاري خپل پیغام كښې وكړه ۔ د كشمير تورې ورځې په موقع  خپل پیغام كښې ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل هند  د څو  لسيزو څخه په مقبوضه جموں و کشمیر ظلم و جبر  روان ساتلے دے ۔ په بے ګناہ کشمیریانو ظلمونه، ماورائے عدالت وژلو ، جبري بې دركيو، غیر قانوني ګرفتاریو او د  بنیادي بشري حقونو   له مينځه وړل د هند د ریاستي جبر ښكاره ثبوت دے  ۔ ده ووئېل هند دې دا خبره ياده اوساتي چې د طاقت په زور  د کشمیري اولس غږ غلے كولې نشئ او  نه د دوي د آزادۍ هلې ځلې ختمولې شئ  ۔  ده ووئېل د کشمیري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي  او د هند  جبر د دوي په عزم ختمولو كښې ناکامه راغلے دے

مزید خبریں