سرګودھا۔ 26 اکتوبر (اے پی پی) د ضلعی انتظامیې سرګودھا تر اهتمام لاندې د كشمير توره ورځ به د نهې په ورځ په بشپړ ډول لمانځلې شي۔ په دې لړ كښی به سهار 9 نيمې بجې په آرټس کونسل کمپلېکس سرګودھا كښې سيمينار كيږي او دغې څخه وروستو به احتجاجي لاريون ويستلې شي۔ د كشمير تورې ورځې په موقع به آرټس کونسل کمپلېکس كښې د سيمينار په مهال يوې دقيقې …
سرګودها کښې نن د کشمیر توره ورځ لمانځل کېږي

مزید خبریں
سرګودھا۔ 26 اکتوبر (اے پی پی) د ضلعی انتظامیې سرګودھا تر اهتمام لاندې د كشمير توره ورځ به د نهې په ورځ په بشپړ ډول لمانځلې شي۔ په دې لړ كښی به سهار 9 نيمې بجې په آرټس کونسل کمپلېکس سرګودھا كښې سيمينار كيږي او دغې څخه وروستو به احتجاجي لاريون ويستلې شي۔ د كشمير تورې ورځې په موقع به آرټس کونسل کمپلېکس كښې د سيمينار په مهال يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيارولې شي۔ دغې څخه وروستو به آرټس کونسل کمپلېکس څخه تر جی پی او چوک د لاريون اهتمام كولې شي۔ په دې ورځ به جوماتونو كښې د كشميري اولس آزادۍ او سلامتيا له خصوصي دعاګانې كولې شي۔ د كشمير تورې ورځې په مهال به ماښام 7 بجې به 5 دقيقو لپاره بلېك آؤټ كولې شي۔ په دې مهال به په سركاري ودانيو بهرنۍ رڼاګانې بندولې شي۔ د دې اقدام مقصد كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه او مقبوضه كشمير كښې د روانو ظلمونو خلاف احتجاج ريكارډ كول دي۔











