اېبټ آباد۔ 26 اکتوبر (اے پي پي) د ایبټ آباد په تحصیل حوېلو كښې د هیرلاں سجي کوټ كلي كښې جیپ ژورې كندې ته پرېوتو سره 3 كسان مړه او 7 ژوبل شول ۔ دا پیښه د ناړہ تهاڼې په حدود كښې رامخې ته شوه۔ د ناړہ پولیس تر مخه مسافر جیپ د حوېلو نه د چنالي پلو روان ؤ چې د پېښې ښكار شو ۔ د حق رسېدلو كښې …
حوېلو ، د جیپ په پېښه كښې 3 كسان مړه شول ، 7 ژوبل

مزید خبریں
اېبټ آباد۔ 26 اکتوبر (اے پي پي) د ایبټ آباد په تحصیل حوېلو كښې د هیرلاں سجي کوټ كلي كښې جیپ ژورې كندې ته پرېوتو سره 3 كسان مړه او 7 ژوبل شول ۔ دا پیښه د ناړہ تهاڼې په حدود كښې رامخې ته شوه۔ د ناړہ پولیس تر مخه مسافر جیپ د حوېلو نه د چنالي پلو روان ؤ چې د پېښې ښكار شو ۔ د حق رسېدلو كښې شمیم اختر او زوهان شامل دي۔ د ریسکیو 1122 حویلو ترمخه ټول ژوبل شوي په سمدستي ټوګه طبي مرستې لپاره د حوېلو هسپتال ته منتقل کړې شوي دي۔ د اېبټ آباد پولیس د ضروري کارروائۍ مکمل کولو نه پس مړي وارثانو ته سپارلي دي۔ د مسلم لیګ (ن) پخواني د صوبائي اسمبلۍ غړي سردار اورنګزیب د پیښې په اطلاع تر لاسه كېدو د حویلو هسپتال ته ورسېد او د ژوبل او حق رسېدلبو كسانو كورنيو سره ملاقات وكړو او د هسپتال انتظامات جاج يۍ واغست ۔ په دې موقع هغه په پېښه د غم درد څرګندونې سره د غم جنو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔











