خېبر پښتونخوا د پرمختګ په لاره روانولو او ترهګري ختمولو ته تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوو: ګورنر فېصل كريم كنډي

نوښار ۔ 25 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا د پرمختګ په لاره روانول او ترهګري ختمول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ مانکی شریف، نوښار كښې د وزيراعظم د داخله چارو سلاكار پروېز خټك سره له ملاقات وروستو ميډيا سره خبرو كښې ګورنر ووئيل پروېز خټك سره د صوبې په سياسي او نورو چارو خبرې وشوې٬ خېبر پښتونخوا د …

نوښار ۔ 25 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا د پرمختګ په لاره روانول او ترهګري ختمول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ مانکی شریف، نوښار كښې د وزيراعظم د داخله چارو سلاكار پروېز خټك سره له ملاقات وروستو ميډيا سره خبرو كښې ګورنر ووئيل پروېز خټك سره د صوبې په سياسي او نورو چارو خبرې وشوې٬ خېبر پښتونخوا د پرمختګ په لاره روانول او ترهګري ختمول زمونږ په ترجيحات كښې شامل دي٬ ترلاسه وسائل په مؤثر ډول كارولو سره به د صوبې پرمختګ باوري كول وي۔ ګورنر ووئيل د تاريخ تر ټولو لوې اېپكس كمېټۍ غونډه په پېښور كښې وشوه په كوم كښې چې فیلډ مارشل او وزیراعظم  سره د خپلې ډلې ګډون وكړو۔ مونږ فيلډ مارشل او وزيراعظم ته د خپلې صوبې مقدمه وړاندې كړه٬ وفاق صوبې لپاره پرمختيائي پېكېج اعلان كړو او د غنمو مسئله حل شوه۔ هغه ووئيل وفاق د نور فنډز راكولو باور راكړو۔ د وفاقي په ذمه زمونږ د اېن اېف سي پېسې واجب الادا دي او 160 اربه روپۍ خېبر پښتونخوا لپاره جلا پېكېج دے۔

مزید خبریں