کوئټه۔ 25 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستتان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په قلعه سېف كښې د انټېلي جنس بېسډ آپرېشن په مهال د فتنة الخوارج مهم كمانډر په وژلو د امنيتي ځواكونو كارروايي ستايلو سره وئيلي دي د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د امنيتي ځواكونو پېشه ور مهارت ٬ چمتوالې او پياوړې عزم د ستاينې وړ دې۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې د بلوچستان وزيراعلی ووئيل …
د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د امنيتي ځواكونو پېشه ور مهارت ٬ چمتوالې او پياوړې عزم د ستاينې وړ دې: د بلوچستان وزيراعلې

مزید خبریں
کوئټه۔ 25 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستتان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په قلعه سېف كښې د انټېلي جنس بېسډ آپرېشن په مهال د فتنة الخوارج مهم كمانډر په وژلو د امنيتي ځواكونو كارروايي ستايلو سره وئيلي دي د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د امنيتي ځواكونو پېشه ور مهارت ٬ چمتوالې او پياوړې عزم د ستاينې وړ دې۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې د بلوچستان وزيراعلی ووئيل په بلوچستان كښې د آپرېشن ردالفتنه 3 لاندې د ترهګرو خلاف روانې كاررواي د ترهګرۍ د بشپړه خاتمې د عزم عكاسي كوي۔ وزیر اعلیٰ ووئيل په صوبه كښې امن او ثبات په ځاې كول او د اولس د ځان او مال تحفظ د حكومت ذمه واري ده۔ د ترهګرو خلاف جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانيو ته قوم د قدر په سترګه ګوري او قوم د خپلو مېړنو ځوانانو ترڅنګ ولاړ دے۔ وزیراعلی د دې عزم څرګندونه وكړه چې په بلوچستان كښې ترهګري په بشپړه توګه ختمولو او امن په ځاې كولو له به ستړې روانې ساتلې شي۔











