محسن نقوي د لاهور قلندرز پلیئرز ډوېلپمنټ پروګرام دستوره كښې ګډون وكړ

لاهور۔24 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خالي په ورځ د لاهور قلندرز پلیئرز ډوېلپمنټ پروګرام دستوره كښې ګډون او لوبغاړو سره ملاقات وكړ۔ په دې موقع هغه ووئيل لاهور قلندر د زلمو لوبغاړو ترقۍ لپاره ښه كار كوي۔ محسن نقوی ووئيل د پی اېس اېل په ميټنګ كښې ټولو فرنچائز مالکانو ته خواست شوې وو چې هغوي نوې …

لاهور۔24 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خالي په ورځ د لاهور قلندرز پلیئرز ډوېلپمنټ پروګرام دستوره كښې ګډون او لوبغاړو سره ملاقات وكړ۔ په دې موقع هغه ووئيل لاهور قلندر د زلمو لوبغاړو ترقۍ لپاره ښه كار كوي۔ محسن نقوی ووئيل د پی اېس اېل په ميټنګ كښې ټولو فرنچائز مالکانو ته خواست شوې وو چې هغوي نوې ټېلېنټ په خپلو لوبډلو كښې شامل كړي او سكول كركټ څخه هم لوبغاړو ته په پي اېس اېل كښې د لوبې كولو موقع وركړي۔ ده ووئيل راروان كال كښې 3 زره سكولونه اسکول کرکټ ټورنامنټ كښې  د شاملولو هدف ټاكلې شوې دې دغسې چې زياتو زلمو لوبغاړو ته د خپلو صلاحيتونو د ښودلو موقع ترلاسه شي۔ ده ووئيل پی سی بی، فرنچائزز او كركټ اېسوسي اېشنز له به په ګډه كار كول وي۔ محسن نقوی ووئيل د قومي ټېسټ لوبډلې اعلان به نن كولې شي په كومه كښې چې 80 فيصده زلمي لوبغاړي شامل دي۔ ده هيله ولرله چې زلمو لوبغاړو ته موقعې وركولو سره به د پاكستان كركټ سباؤن مضبوطولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ په دې موقع د لاهور قلندر سی ای او ثمین رانا ووئيل چې د وزیراعظم یوتھ ټېلنټ هنټ پروګرام د لارې 5 لوبغاړي ټاكلې شوي دي په كومو كښې چې 140 کلومیټر في ساعت رفتار سره بالنګ كونكي بالران هم شامل دي۔

مزید خبریں