پیښور 23 اکتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي چارسدہ كښې د شهید ډي ایس پي عمران الدین او د سپاهي کاظم جان استوګنې ته لاړو ٬ چرته جې هغه د شهدا کورنيو سره لاس نيوه او د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ د ګورنر هاوس پیښور وياند تر مخه په دې موقع میډیا ته ګورنر ووئېل پاک پوځ، پولیس او نور سکیورټي فورسز د هېواد بقا او …
صوبه به د ترهه ګرۍ نه پاكوو ٬ د شهيدانو قربانۍ به عبث نه ځي ،د خېبر پښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
پیښور 23 اکتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي چارسدہ كښې د شهید ډي ایس پي عمران الدین او د سپاهي کاظم جان استوګنې ته لاړو ٬ چرته جې هغه د شهدا کورنيو سره لاس نيوه او د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ د ګورنر هاوس پیښور وياند تر مخه په دې موقع میډیا ته ګورنر ووئېل پاک پوځ، پولیس او نور سکیورټي فورسز د هېواد بقا او سلامتیا لپاره بلها قربانۍ وركړې دي ۔ مونږ د خپلو ځواكونو سره ولاړ يوو او د دوي قربانۍ هېرولې نشو ۔ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل تېره ورځ د قامي ایپکس کمیټۍ غونډه شوې چې پكښې وزیراعظم شهباز شریف واضحه كړې چې د ترهه ګرۍ خلاف به زیرو ټالرنس پالیسي خپلولې شي ۔ صوبه د ترهه ګرۍ نه پاكول دي او د شهداء قربانۍ به عبث تللو له ورنه كړو ۔ هغه ووئېل د افغانستان نه د نړيوالو پوځونو په وتلو هلته پرېښودلې شوې وسله د ترهه ګرو لاس له ورغلې ۔ هغه ووئېل فیلډ مارشل هم واضحه كړې ده چې اولس له به ځان د ترهه ګرو نه جلا ساتل وي۔ د ترهه ګرو خلاف کارروائۍ كښې د ضمني زيان اندیښنه وي ، ځكه اولس ته غږ كوو چې ترهه ګرو له خپل منځ كښې پناہ ورنه كړې او د هغوي نه لرې پاتي شئ ۔ هغه ووئېل پولیس ته جدید وسله وركولو لپاره ترقیاتي فنډز كښې په كمي كولو به وسائل وركوو ۔ هغه ووئېل وفاقي داخله وزير محسن نقوي باور راكړے چې پولیس ته جې د څومره وسلې او فنډز ضرورت وي دركوو به ۔ هغه ووئېل په ماضي كښې صوبائي حکومت به د ترهه ګرو او افغانستان په معامله د بیان وركولو نه هم ډډه كوله ۔ څوك چې د پاکستان خلاف وي او آئین نه تسلیموي د هغوي سره خبرې اترې یا کوم رعایت نه دے پكار ۔











