ملګري ملتونه ۔23 اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د دایمي چوكو ترلاسه کولو لپاره ګروپ آف فور كښې شامل د هند ٬ برازيل ٬ المان او جاپان د هڅو مخالفت تكرارولو سره وئيلي دي د دايمي غړو په شمېره كښې زياتوالے ٬ وېټو اختيار لري يا نه ٬ به د برابرتيا په ځائے نابرابري لا زياته كړي۔ په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان مستقل …
پاکستان سلامتي كونسل كښې د هند او همکارو هېوادونو لخوا د دایمي چوكو غوښتنه رد کړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔23 اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د دایمي چوكو ترلاسه کولو لپاره ګروپ آف فور كښې شامل د هند ٬ برازيل ٬ المان او جاپان د هڅو مخالفت تكرارولو سره وئيلي دي د دايمي غړو په شمېره كښې زياتوالے ٬ وېټو اختيار لري يا نه ٬ به د برابرتيا په ځائے نابرابري لا زياته كړي۔ په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان مستقل استازي عثمان جدون په سلامتي كونسل كښې اصلاحات لپاره د بېن الحكومتي خبرو اترو (آئي جي اېن) بيا پېل كېدو په موقع خپل خطاب كښې ووئيل په نړۍ کښې د مخ په زیاتیدونکو شخړو په تناظر كښې د سلامتي كونسل مؤثر ځواب وركولو كښې پاتې راتلل دې اداره كښی د اصلاحات اهميت په ډاګه كوي دغسې چې د نړيوال امن او سلامتيا تحفظ لا بشپړ كړے شي۔ ده ووئيل د مستقل غړيتوب او وېټو اختيار د سلامتي كونسل د مفلوج كېدو او نړيوال امن او سلامتيا ته په پېښو خطرو په بشپړ توګه قابو موندلو كښې د پاتې راتللو او نكامۍ په مهمو سببونو كښې شامل دے۔ پاكستان د نورو مستقل چوكو مخالفت كوي ولې چې دې سره به ځينې هېوادونو ته خاص مراعات ترلاسه شي او په اداره كښې به د نابرابرۍ دائره پراخه شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په سلامتي كوسنل كښې اصلاحات لپاره د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې په فروري 2009 كښې خبرې پېل شوې وې۔ په دې كښې د غړېتوب قسمونو ٬ د وېټو اختيار ٬ سيمه ايز استازېتوب ٬ د كونسل حجم او د دغې تګلارې په شمول عمومي اسمبلۍ سره د اړيكو په څير په 5 بنيادي چارو بحث روان دے۔ سلامتی کونسل دا مهال په 5 مستقل غړو برطانیه، چین، فرانس، روس او امریکا او دوه كلونو لپاره په ټاكلے شوو 10 غېر مستقل غړو مشتمل دے۔ ګروپ آف فور په مستقل چوكو كښې زياتوالې غواړي او یونائټنګ فار کنسېنسس ګروپ د اضافي مستقل غړو مخالفت كوي۔











