د ګورنر صلاحكار ډاكټر سرفراز شاه د ډي اېس پي عمران الدين او نورو پوليس ځوانانو په شهادت د غم درد څرګندونه وكړه

پېښور ۔ 23 اکتوبر (اے پی پی) معدنيات لپاره د خېبر پښتونخوا ګورنر صلاحكار ډاكټر سرفراز شاه د ډي اېس پي عمران الدين او نورو پوليس ځوانانو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خېبر پښتوخوا د اطلاعات محكمې وياند له مخې ډاكټر سرفراز شاه په كرك ضلع كښې د خېبر پښتونخوا د مېړني او فرض شناس افسر ډي اېس پي عمران الدين او نورو ځوانانو …

پېښور ۔ 23 اکتوبر (اے پی پی) معدنيات لپاره د خېبر پښتونخوا ګورنر صلاحكار ډاكټر سرفراز شاه د ډي اېس پي عمران الدين او نورو پوليس ځوانانو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خېبر پښتوخوا د اطلاعات محكمې وياند له مخې ډاكټر سرفراز شاه په كرك ضلع كښې د خېبر پښتونخوا د مېړني او فرض شناس افسر ډي اېس پي عمران الدين او نورو ځوانانو د شهادت پېښه د افسوس وړ ګرځولو سره ووئيل د شهيد ډي اېس پي عمران الدين او پوليس ځوانانو قربانۍ به تل يادې ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې شهيد شوو له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خلاف جنګ به تر هغه وخت دوامداره ساتلے شي تر كومې چې امن راغلے نه وي او په دې لړ كښې به د شهيدانو قربانۍ هېڅكله بې ځايه نه ځي

مزید خبریں