د چين په تبت سيمه كښې د 7.0شدت زلزلې  نه وروستو د بيړنۍ مرستې دائره پراخه كړې شوه

بیجنګ ۔23 اکتوبر(اے پی پی) د چين په سوئيلي لوئيديزه خپلواكه سيمه تبت كښې د 7 شدت راغلې زلزلې څخه وروستو په قامي كچه د بيړنۍ مرستې دائره پراخه كړې شوې ده۔ د مرستې كارروايو لپاره 350 اهلکار او 83 ګاډي روان كړې شوي دي۔ د زلزلې په نتيجه كښې 16 كسان مړه او 54 ژوبل شوي دي۔ د چينائي خبري اژانس شنهوا له مخې د چين رياستي كونسل د …

بیجنګ ۔23 اکتوبر(اے پی پی) د چين په سوئيلي لوئيديزه خپلواكه سيمه تبت كښې د 7 شدت راغلې زلزلې څخه وروستو په قامي كچه د بيړنۍ مرستې دائره پراخه كړې شوې ده۔ د مرستې كارروايو لپاره 350 اهلکار او 83 ګاډي روان كړې شوي دي۔ د زلزلې په نتيجه كښې 16 كسان مړه او 54 ژوبل شوي دي۔ د چينائي خبري اژانس شنهوا له مخې د چين رياستي كونسل د جمعې په ورځ د بآړنۍ مرستې زياتولو اعلان وكړو۔ چارواكو د مرستې كارروائيو نګرانۍ لپاره يوه خاص ډله هم ځپلې سيمې ته لېږلې ده۔ زلزله د جمعې په شپه  33 دقيقې د پاسه 10 بجې د ناګچو په كاؤنټي باچن كښې راغله۔ د چين قامي فائر اېنډ رېسكيو فورس د مرستې كارروايو له په مجموعي توګه 350 اهلکار او 83 ګاډي روان كړي دي۔ د جمعې په سهار 6 نيمې بجې 120 اهلكار او 27 ګاډي ځپليو سيمو ته رسېدلې وو۔ د تبت فائر اېنډ رېسكيو فورس نور 230 اهلکار او 56 ګاډي د كمك په توګه روان كړې دي۔ ځپلې سيمې ته د ضرورت سامان چې په كښې د استوګنې یونټس، 3 زره 239 خېمې، 2 زره 821 كمبلې او 4 زره 280 بړستنې او نور ضرروي سامان لېږلے شوے دے۔

مزید خبریں