كانګو څخه د تشدد له امله په زرګونو خلق په ګده كولو مجبور دي ٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔22 اكتوبر(اے پي پي)  د جمهوريه كانګو  سوئېلې  ختيځو سيمو كښې  د تشدد زياتېدونكو پیښو  له امله د اګست نه تر دې دمه  په زرګونو خلق په كډه كولو مجبور شوي دي۔ د شنهوا تر مخه  د ملګرو ملتونو د بشري چارو څانګې (اوچا)  تر مخه ووئېل  په اوسنو كښې كډه كوونكو كورنيو كښې نزدې 14 زره 500 كسان شامل  شوي دي چا چې د روانې مياشتې په …

ملګري ملتونه ۔22 اكتوبر(اے پي پي)  د جمهوريه كانګو  سوئېلې  ختيځو سيمو كښې  د تشدد زياتېدونكو پیښو  له امله د اګست نه تر دې دمه  په زرګونو خلق په كډه كولو مجبور شوي دي۔ د شنهوا تر مخه  د ملګرو ملتونو د بشري چارو څانګې (اوچا)  تر مخه ووئېل  په اوسنو كښې كډه كوونكو كورنيو كښې نزدې 14 زره 500 كسان شامل  شوي دي چا چې د روانې مياشتې په پېل كښې د داسې نوعيت بريدونو له امله خپل كور كلے پرېښودے ؤ ۔ ملګرو ملتونو خبردارے وركړو چې  د كډه كوونكو كسانو د راتګ نه په كوربنو ودانيو فشار زياتېږي  او  د تحفظ ٬ استوګنې ٬ طبي اسانيو ٬ پاكو اوبو او د اوبو ويستلو  پشمول  بنيادي  انساني ضروريات زياتېږي۔ اوچا اندېښنه څرګنده  كړه  چې د تشدد زياتوالي څخه   نورې كورنۍ هم په كډه مجبورې كېدې شي چې ورسره حاجتمندو كسانو  ته د مرستياله كاركنانو  رسنه به لا ګرانه شي۔

مزید خبریں