پاکستان د معاشي استحکام بحالۍ كښې حقيقي پېشرفت كړے، په ډھانچه جاتي اصلاحات په تندۍ سره عملدرآمد سره تر كال 2050 د پاكستان سړي سر آمدن يو په درې زياتېدې  شي۔ نړيوال بېنك

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د نړيوال بېنك ګروپ وئيلي دي په ډھانچه جاتي اصلاحات په تندۍ سره عملدرآمد سره تر كال 2050 د پاكستان سړي سر آمدن يو په درې زياتېدې شي، پاکستان د معاشي استحکام بحالۍ كښې حقيقي پېشرفت كړے دے، په معاشي اشارو كښې بهتري راغلې ده ۔ دا خبره د نړيوال بېنك لخوا د زيارت په ورځ د پاکستان ډويلپمنټ اپ ډيټ په جاري …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د نړيوال بېنك ګروپ وئيلي دي په ډھانچه جاتي اصلاحات په تندۍ سره عملدرآمد سره تر كال 2050 د پاكستان سړي سر آمدن يو په درې زياتېدې شي، پاکستان د معاشي استحکام بحالۍ كښې حقيقي پېشرفت كړے دے، په معاشي اشارو كښې بهتري راغلې ده ۔ دا خبره د نړيوال بېنك لخوا د زيارت په ورځ د پاکستان ډويلپمنټ اپ ډيټ په جاري رپورټ كښې شوې ده۔ د رپورټ  له مخې معاشي استحکام ترلاسه كولو كښې د پېشرفت نه پس پاکستان ته تند رفتاره او تل پاتې اقتصادي ترقۍ او د روزګار موقعې راپېدا كولو كښې موقع په لاس وركړې ده٬ په تېرو څو كالو كښې مستحکمه معاشي پاليسو د معيشت استحکام او د ترقۍ تسلسل په ځائے ساتلو كښې مرسته كړې  ده خو د مېنځني ختيز د شخړې اثرات هم په معيشت مرتب شوي دي۔ په رپورټ كښې ووئيل شول  په مالي كال 2026 كښې د حقيقي مجموعي قامي پېداوار شرح نمو په زياتېدو 3.7 فيصده شوې كومه چې په مالي كال 2025ء كښې 3.2 فيصد وه ، په محصولات كښې زياتوالے راغلے او په خرڅونو قابو موندلو د اقداماتو په نتيجه كښې بنيادي مالياتي سرپلس مالي  كال 2026 كښې د جي ډي پي تر ريکارډ 2.9 فيصده رسېدلے، د ترسيلات زر اضافې سره د زرمبادله پانګو بيا زياتېدو له مرسته ترلاسه شوې ده۔

مزید خبریں