ملګري ملتونه 22 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د تابکارۍ د اثرات مطالعه كونكې د ملګرو ملتونو د مهمې سائنسي کميټۍ په كردار رڼا اچولو سره وئيلي دي د مالي وسائلو د كمي باوجود دا اداره مهمې شمېرې وركوي كومې چې غړو هېوادونو ته د روغتيا او ماحوليات تحفظ معيارونه وضع كولو كښې مرسته كوي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن فرسټ سيکرټري انصار شاه تېره ورځ …
د فنډز كمي باوجود د ملګرو ملتونو د تابكارۍ په اړه د سائنسي ادارې مهم خدمات د ستائنې وړ دي۔ پاکستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه 22 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د تابکارۍ د اثرات مطالعه كونكې د ملګرو ملتونو د مهمې سائنسي کميټۍ په كردار رڼا اچولو سره وئيلي دي د مالي وسائلو د كمي باوجود دا اداره مهمې شمېرې وركوي كومې چې غړو هېوادونو ته د روغتيا او ماحوليات تحفظ معيارونه وضع كولو كښې مرسته كوي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن فرسټ سيکرټري انصار شاه تېره ورځ د خاص سياسي او نوآبادياتي چارو په اړه د جنرل اسمبلۍ د فورتھ کميټۍ په كار بحث ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده وئيل د تېرو اوو لسيزو په مهال د ملګرو ملتونو د اتومي تابكارۍ اثرات لپاره سائنسي كمېټۍ (UNSCEAR) د اتومي تابکارۍ كچه، د دغې اثرات او د خطرو په اړه پراخه معلومات او خبرتيا ته ودې وركولو كښې مهم كردار لوبولے دے۔ ده د كمېټۍ په زړه پورې او د پرله پسې هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل دې ادارې غړو هېوادونو له د Ionizing Radiation څخه تحفظ لپاره د نړيوالو معيارونو مرتب كولو په خاطر مضبوط سياسي بنياد هم وركړے دے











