د خېبر پښتونخوا ګورنر ډپټي كمشنرانو ته د نيولو او نظر بندولو اختيارات وسپارل

پېښور ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي روانه امنيتي وضعه نظر كښې نيولو سره ډپټي كمشنرانو ته د اېم پي او آرډيننس له مخې د نيولو او نظر بندولو اختيارات سپارلي۔ د داخله او قبائلي چارو محكمې لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې ګورنر فېصل كريم كنډي ډپټی کمشنرانو ته د اېم پي او آرډيننس 1960 سېكشن 3 ، ذېلی سېکشن 1 …

پېښور ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي روانه امنيتي وضعه نظر كښې نيولو سره ډپټي كمشنرانو ته د اېم پي او آرډيننس له مخې د نيولو او نظر بندولو اختيارات سپارلي۔ د داخله او قبائلي چارو محكمې لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې ګورنر فېصل كريم كنډي ډپټی کمشنرانو ته د اېم پي او آرډيننس 1960 سېكشن 3 ، ذېلی سېکشن 1 لاندې اختيارات وسپارل۔ په اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې د ضلعي پوليس افسر لخوا د كېس په ترلاسه كېدو به اړوند ډپټي كمشنر فوري كارروائي كوي۔ اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې دا پرېكړه په 11 اكتوبر صوبه كښې د اېمرجنسي پام كښې نيولو سره شوې ده چې مقصد يۍ انتظامي تاخير كمول او امنيت سره اړوند ګامونه په وخت باوري كول دي۔ د اعلامیې له مخې ګورنر فېصل کریم کنډی هدايت كړې دې چې ډپټی کمشنران به اختيارات د آئين او قانون له مخې كاروي۔ د اولس امن ٬ خونديتوب او سلامتيا باوري كول لومړۍ ترجيح ده۔(اے پپي پي وا ١٤٢٠)

مزید خبریں