لزبن۔ 21 اكتوبر(اے پي پي) د پرتګال فټ بال فېډرشن د قامي لوبډلې د تربيتي كېمپ په پرېښودولو نړيوال نوم لرونكې لوبغاړي كرسټيانا رونالډو ته د 30 ورځو د بندېز او د 255 يورو جرمانې سزا اورولې ده۔ د اے ايف پي ترمخه كرسټينا رونالډو په 30 ستمبر د يونيفانېسنز ليګ په مهال د پرتګال كېمپ پرېښودے او تلے ؤ۔ د هغه وېنا وه كوچ جاج جيس ماته د ناورے …
په كرسټينا رونالډو د قامي لوبډلې په پرېښودلو د 30 ورځو بندبز٬ جرمانه هم كړے شو

مزید خبریں
لزبن۔ 21 اكتوبر(اے پي پي) د پرتګال فټ بال فېډرشن د قامي لوبډلې د تربيتي كېمپ په پرېښودولو نړيوال نوم لرونكې لوبغاړي كرسټيانا رونالډو ته د 30 ورځو د بندېز او د 255 يورو جرمانې سزا اورولې ده۔ د اے ايف پي ترمخه كرسټينا رونالډو په 30 ستمبر د يونيفانېسنز ليګ په مهال د پرتګال كېمپ پرېښودے او تلے ؤ۔ د هغه وېنا وه كوچ جاج جيس ماته د ناورے خلاف د لوبېدلو باور راكړے ؤ خو ماته د لوبې موقع رانكړې شوه۔ ۔ وروستو بيا ماته معلومه شوه چې هغه په وړومبي اكتوبر د ډنمارك خلاف مېچ كښې به هم په ابتدائي لوبغاړو كښې شامل نه وي۔ د پرتګال فټ بال فېډرېشن صدر كرسټيانا روتالډو ته د قواعد تر مخه د لږې نه لږه سزا اورلې ده۔ ځكه چې د قامي ډلې په پړیښودو د 1 نه تر 6 مياشتو بندېز لګېدېے شي۔ د كرسټينا رونالډو بندېز د ډنمارك خلاف د مېچ د ورځې نه نافذ العمل دے د كوم له امله چې هغه د 19ورځو بنېز د وړاندې نه پورا كړے دے۔ او د اكتوبر تر آخر به سزا ترسره شي۔











