د امرېكې د مرستې نه غېر اسرائيل هيڅ نشي كولې٬ د خامنه اي صلاحكار

تهران۔20 اكتوبر(اے پي پي) د ايران لارښود مجتبې خامنه اي صلاحكار او مرستيال محمد مخبر وئېلي دي اسرايئل د امرېكې د مرستې نه غېر هيڅ نشي كولې٬ باوجود د دې چې د صلاحيتونو يې ډېر تشهير كېږي۔ د العربيه اردو تر مخه هغه تېره ورځ يوه مكالماتي ناستې ته خطاب كولو كښې ووئېل دا ګڼل چې صېهوني نظام د امرېكې نه آزاد دے بس يوه ټوقه ده۔ هغه ووئېل ناټو٬ …

تهران۔20 اكتوبر(اے پي پي) د ايران لارښود مجتبې خامنه اي صلاحكار او مرستيال محمد مخبر وئېلي دي اسرايئل د امرېكې د مرستې نه غېر هيڅ نشي كولې٬ باوجود د دې چې د صلاحيتونو يې ډېر تشهير كېږي۔ د العربيه اردو تر مخه هغه تېره ورځ يوه مكالماتي ناستې ته خطاب كولو كښې ووئېل دا ګڼل چې صېهوني نظام د امرېكې نه آزاد دے بس يوه ټوقه ده۔ هغه ووئېل ناټو٬ اروپا او نور طاقتونه هم د ايران خلاف د امريكې سره جنګ كښې شامل شوي۔ د هغه تر مخه په اروپائي هېوادونو كښې جوړې امريكائي اډې او د برطانيي پوځې اډې هم د امرېكې په اختيار كښې دي او هغه د ايران سره په جنګ كښې هم دغه وسائل كاروي۔ د خامنه اي صلاحكار ادعا وكړه چې د ايران خلاف د جنګ 10 فيصد اهداف هم سر نه كړے شول۔ هغه ووئېل دا وئېل ناسمه دي چې ايران په كوم جنګ كښې كله د ماتې سره نه دے مخ شوے بلكې د اوسني دور نه پرته په پاتي نورو ټولو جنګونو كښې ايران ماتې خوړلې ده۔ د آبنائے هرمز په اړه  ده ووئېل ځينې خلق وائي د هېواد پاتي برخو بچ كولو لپاره د هرمز نه لاس په سر كېدل پكار دي خو د دې منطق تر مخه په تركمانچے لوظ نامه لاس ليك كړے شوے ؤ د كوم په نتيجه كښې چې د هېواد څه برخې وبېللې شوې

مزید خبریں