انتظامي او د معاشي چيلنجز مخ نيوي لپاره  په بيړنو بنيادونو كار كوٶ۔ ګورنر فېصل كريم كنډي

پېښور 20 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د صوبې په اړه د ګورننس پاليسۍ اعلان كولو سره وئيلي دي  انتظامي او د معاشي چيلنجز مخ نيوي لپاره  په بيړني بنيادونو كار كوٶ او د اولس په حقونو او ګټه به هيڅ سودا ونه كړٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې وكړه ۔ ده ووئيل  مونږ صوبه د تجاوزات …

پېښور 20 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د صوبې په اړه د ګورننس پاليسۍ اعلان كولو سره وئيلي دي  انتظامي او د معاشي چيلنجز مخ نيوي لپاره  په بيړني بنيادونو كار كوٶ او د اولس په حقونو او ګټه به هيڅ سودا ونه كړٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې وكړه ۔ ده ووئيل  مونږ صوبه د تجاوزات نه د پاكولو عزم كړے دے، د صورتحال ښه والي او د ګورننس اصلاح  لپاره کارروائې روانې دي۔ ده زياته كړه چې پېښور څخه د تجاوزات خاتمې لپاره آپرېشن پېل شوے دے ، په معامله به د چا سفارش نه قبلېږي، ده ووئيل د 13 كالو ملبه په څو ورځو كښې پاكول ممكن نه ده ۔ د يادونې وړ ده په خېبرپښتونخوا كښې د تجاوزات په ضد ګرينډ آپريشن روان دے، تېره ورځ په پېښور رنګ روډ د تجاوزات په ضد كارروائۍ پېل كړې شوي كومې به چې نن هم روانې وي۔

مزید خبریں