اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا تحفظ لپاره د پاکستان د عزم پخلې وكړو۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د سعودي عرب نوي تعينات شوي سفير ډاکټر راجح طامي البقمي ملاقات وكړو۔وزيراعظم پاکستان ته په راتګ د هغه هركلے وكړو،هغه له ئې په نوې …
وزير اعظم شهباز شريف د سعودي عرب خپلواكۍ او سيمه ييزې سلامتيا تحفظ لپاره د پاکستان د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا تحفظ لپاره د پاکستان د عزم پخلې وكړو۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د سعودي عرب نوي تعينات شوي سفير ډاکټر راجح طامي البقمي ملاقات وكړو۔وزيراعظم پاکستان ته په راتګ د هغه هركلے وكړو،هغه له ئې په نوې ذمه وارو سنبھالولو مباركي وركړه او د هغه سفارتي ذمه وارو كښې كاميابۍ لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په دې وروستيو كښې د پاکستان او سعودي عرب اړيكو كښې په زړه پوري پيشرفت شوې۔ وزيراعظم د سعودي عرب په ضد د حوثيانو بريدونو كښې د رامخې ته شوي زياتوالي غندنه وكړه چې په نتيجه كښې ئې قيمتي ځاني زيان شوې او ګڼ شمير بے ګناه ژوبل شوي۔ده ووئيل پاکستان او سعودي عرب عمر له د يو بل سره ولاړ دي۔ده ووئيل سټريټجکي شريكه دفاعي معاهده او مکه شريك دفاعي اتحاد د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو تاريخي كاميابۍ حيثيت لري او دا د سيمه ايز امن و سلامتيا لپاره د شريك عزم عكاسي كوي۔وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو چې پاکستان د سعودي عرب خپلواكۍ، سلامتيا او سيمه ايزي سلامتيا تحفظ لپاره ولاړ دې۔









