د نائب وزیر اعظم په مشرۍ کې غونډه؛ د اېس سي او د مشرانو کونسل د سرمشریزې غونډې د چمتووالي جاج واخیستل شو

اسلام آباد 16 اكتوبر(اے پي پي) د نائب وزیر اعظم اسحاق ډار په مشرۍ کښې د اېس سي او د مشرانو کونسل سرمشریزې غونډې له د چمتووالي جاج واخیستل شو۔ د جمعې په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) مشرانو كونسل غونډه به 2027 ء كښې په اسلام آباد كښې د پاكستان كوربتوب كښې كيږي۔ په غونډه كښې …

اسلام آباد 16 اكتوبر(اے پي پي) د نائب وزیر اعظم اسحاق ډار په مشرۍ کښې د اېس سي او د مشرانو کونسل سرمشریزې غونډې له د چمتووالي جاج واخیستل شو۔ د جمعې په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) مشرانو كونسل غونډه به 2027 ء كښې په اسلام آباد كښې د پاكستان كوربتوب كښې كيږي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د دفاع سيكرټري ، د سي ډي اے چيئرمېن او د اړوندو وزارتونو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د مشرانو غونډې له د په انتظامات  دشوي پيش رفت او تيره غونډه كښې په شوي پريكړو د عملدرآمد جاج واخستلې شو۔ نائب وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د غونډي كاميابي باوري كولو لپاره دې ټولي تيارۍ په وخت او ښه ډول بشپړ كړې شي۔