کليوالو مېرمنو ته به  برابر فرصتونه ورکول او د هغوي د حقونو تحفظ باوري کول وي: د سپيكر سردار ایاز صادق د كلي والو مېرمنو  نړيوالې ورځ په موقع پیغام

اسلام آباد۔14اکتوبر  (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر  سردار ایاز صادق د كلي والو مېرمنو زرعي  پرمختګ، غذائي تحفظ او  د پاکستان سماجي و اقتصادي ترقۍ كښې د قدر وړ خدمات ته پېرزوئنې  وړاندې كولو  سره دوي ته د يو برابر موقعو ، په معاشي توګه د دوي اختیار مندۍ او د دوي د حقونو  تحفظ  باوري كولو په ضرورت زور  راوړے دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه  ده د  …

اسلام آباد۔14اکتوبر  (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر  سردار ایاز صادق د كلي والو مېرمنو زرعي  پرمختګ، غذائي تحفظ او  د پاکستان سماجي و اقتصادي ترقۍ كښې د قدر وړ خدمات ته پېرزوئنې  وړاندې كولو  سره دوي ته د يو برابر موقعو ، په معاشي توګه د دوي اختیار مندۍ او د دوي د حقونو  تحفظ  باوري كولو په ضرورت زور  راوړے دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه  ده د  كلي والو  مېرمنو نړيوالې ورځ  په موقع خپل پیغام كښې وكړه ، دا ورځ هر كال په  15 اکتوبر نمانځلې شي۔ سپیکر ووئېل كلي والې مېرمنې په كر كيله، لائیو سټاک مینجمنټ ، د كورونو په معیشت او  د کمیونټي په پرمختګ  كښې مهم کردار ادا کوي ۔ ده ووئېل  كلي والو مېرمنو ته  معیاري تعلیم، د صحت خيال ساتلو ، مالي وسائلو او تر معاشي موقعو رسنه كښې مسلسل چیلنجز ورمخې ته دي ۔ ده زور راوړو  چې د دې چیلنجونو مقابله د جامع او تل پاتي قامي ترقۍ لپاره  ضروري ده  ۔ سپیکر سردار ایاز صادق  د كلي والو مېرمنو   تعلیم، د صحت  خيال ساتلو،  پیشه ورہ تربیي، مالیاتي خدمات او تر جدید زرعي ټیکنالوج  د رسنې  ښه كولو په اهمیت زور  راوړو ۔ ده د دوي قانوني ، جائیداد او د  وراثتي حقونو د تحفظ او فیصله سازۍ كښې  د  دوي د معنی لرونكې ګډون باوري كولو په  ضرورت هم زور  راوړو ۔ سپیکر سردار ایاز صادق ووئېل  د موثر قانون سازۍ او  د پارلیماني نګرانۍ د لارې صنفي مساوات ته ودې وركولو  كښې پارلیمان مهم کردار لري۔ دغسې ده د كلي والو مېرمنو  سماجي و اقتصادي حالت ښه كولو لپاره د اړوند ادارو او سټیک هولډرز په كوټلو  هلو ځلو هم زور راوړو

مزید خبریں