اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداري د معذورو وګړو لپاره اولسي ځايونو او خذمات ته لاس رسې لا ښه كولو ته د خاص پام لرنې كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د خاص وګړو په ټولنه كښې بشپړ ګډون لپاره محفوظ سړكونو ٬ فټ پاتھ ٬ پبلك ټرانسپورټ ٬ ودانيو ٬ تعليمي ادارو او د كار ځايونو ته اړتيا ده۔ هغه دا خبره د سپینې …
د معذورو کسانو عامه ځایونو او خدماتو ته د لاسرسي په باوري کولو باید پاملرنه وشي: د سپینې لختې د خوندیتوب نړیوالې ورځ په مناسبت د صدر مملكت آصف علي زرداري پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداري د معذورو وګړو لپاره اولسي ځايونو او خذمات ته لاس رسې لا ښه كولو ته د خاص پام لرنې كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د خاص وګړو په ټولنه كښې بشپړ ګډون لپاره محفوظ سړكونو ٬ فټ پاتھ ٬ پبلك ټرانسپورټ ٬ ودانيو ٬ تعليمي ادارو او د كار ځايونو ته اړتيا ده۔ هغه دا خبره د سپینې لختې د خوندیتوب نړیوالې ورځ په مناسبت خپل پېغام كښې وكړه كومه چې په 15 اكتوبر لمانځلې شي۔ صدرِ مملکت بصارت څخه محرومو او جزوي نظر لرونكو وګړو ٬ د دوي كورنيو او د دوي خېر ښیګړې له او په خپلو پښو اودرولو له كار كوونكو تنظيمونو له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ صدرِ مملکت ووئيل سپينه لخته بصارت څخه محرومو وګړو لپاره د تګ راتګ يوه مهمه وسيله ده كومه چې دوي سره په آزاده او محفوظ توګه تللو كښې مرسته كوي۔ ده ووئيل د معذوره وګړو په ټولنه كښې بشپړ ګډون لپاره محفوظ سړكونو ٬ فټ پاتھ ٬ پبلك ټرانسپورټ ٬ ودانيو ٬ تعليمي ادارو او د كار ځايونو ته اړتيا ده۔ صدرِ مملکت د خاص وګړو په خپلو پښو اودرولو لپاره د سندھ حكومت د ډي اي پي ډي محكمې جوړولو اقدام ستائيلو سره ووئيل دا محكمه د معذوره وګړو بحالۍ ٬ د هغوي په خپلو پښو اودرولو او د دوي خېر ښیګړې له په خصوصي توګه كار كوي۔ هغه ووئيل په نورو صوبو كښې هم د دې نوعيت ادارې د معذوره وګړو مرسته باوري كولې شي۔ صدرِ مملکت د پاکستان اېسوسی اېشن آف دی بلائنډ او نورو تنظيمونو لخوا بصارت څخه د محرومو وګړو حقونو ٬ تحفظ او خپلواكۍ ته ودې وركولو له د روانو هڅو ستائنه وكړه۔ په دې موقع هغه په دې خبره زور راوړو چې اولسي ځايونو او خذمات ته د معذوره وګړو لاس رسنې پلو بايد وړومبۍ پاملرنه وكړې شي دغسې چې دوي هم آزادۍ سره خپل تګ راتګ روان وساتلے شي٬ مېشته آسانيو څخه ګټه پورته كړي او په ټولنيز ژوند كښی بشپړ ګډون وكړے شي۔










