اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئېلي دي خیبر پښتونخوا كښې د پاکستان تحریک انصاف صوبائي مشرتابه صوبې ته د پیښو سکیورټي چیلنجز مقابلې كښې ناکامه راغلے دے ۔ د شورو په ورځ د پارلیمنټ هاوس نه بهر میډیا سره خبرو كښې ده د خبرو اترو د نتيجو حواله وركولو سره ووئېل خبرو كښې ناستو د پي ټي آئي لارښودو په څرګنده کامیابۍ …
د پي ټي آئي صوبائي قیادت خیبر پښتونخوا كښې په امنيتي چیلنجونو قابو موندلو كښې پاتي راغلے، عطاء تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئېلي دي خیبر پښتونخوا كښې د پاکستان تحریک انصاف صوبائي مشرتابه صوبې ته د پیښو سکیورټي چیلنجز مقابلې كښې ناکامه راغلے دے ۔ د شورو په ورځ د پارلیمنټ هاوس نه بهر میډیا سره خبرو كښې ده د خبرو اترو د نتيجو حواله وركولو سره ووئېل خبرو كښې ناستو د پي ټي آئي لارښودو په څرګنده کامیابۍ يو بل له مبارکي وركړه خو بيا ورستو سهېل آفریدی د ترهه ګرۍ خلاف د کارروائۍ په اړه د كوم باور وركولو نه انکار كړے ؤ ۔ عطاء اللہ تارړ ووئېل يو پلو ډیرہ اسماعیل خان، هنګو او کوهاټ كښې خلق وژلې كېږي ، بريدونه كېږي او ترهه ګر په آزادۍ سره ګرځي راګرځي او بل پلو سهېل آفریدي د پرلت وهلو خبرې كوي او دا وائي چې زه د ترهه ګرو خلاف د کارروائۍ لوظ نه شم كولې ، دا صورتحال دېر خفګاني دے ۔ وفاقی وزیر په دې معامله د پاکستان پیپلز پارټۍ (پي پي پي) چیئرمین بلاول بھټو زرداري د بیان تائید کولو سره د پي ټي آئي د صوبائي قیادت رویه غیر سنجیدہ وګرځوله ۔ ده ووئېل د صوبائی قیادت نه خو د واكنۍ د طرز سره کوم خاص سروکار لرل ښكاري او نه صوبه كښې د ترهه ګرۍ د خاتمې او امنيت باوري كولو د ضرورت احساس لري ۔ عطاء اللہ تارړ زياته كړه د پارلیمان شريكه غونډه د زيارت په ورځ رابللې شوې ده چې پكښې به خیبر پښتونخوا كښې د ګورنر راج د نفاذ په معامله غور کولې شي۔









