اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري ته ایوان صدر كښې د فرانس نومولي سفیر ژاں نوئل پواغیے او د سعودی عرب نومولي شوي سفیر ډاکټر راجح طامي البقمي خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل ۔د شورو په ورځ د ایوان صدر میډیا څانګې نه د جاري بيان تر مخه صدر مملکت دواړو سفیرانو ته د هغوي په تعیناتۍ مبارکي وركړه او د هغوي سفارتي فرائض كښې کامیابۍ لپاره يې …
صدر مملکت آصف علی زرداري ته د فرانس او سعودی عرب سفیرانو خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل

مزید خبریں
اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري ته ایوان صدر كښې د فرانس نومولي سفیر ژاں نوئل پواغیے او د سعودی عرب نومولي شوي سفیر ډاکټر راجح طامي البقمي خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل ۔د شورو په ورځ د ایوان صدر میډیا څانګې نه د جاري بيان تر مخه صدر مملکت دواړو سفیرانو ته د هغوي په تعیناتۍ مبارکي وركړه او د هغوي سفارتي فرائض كښې کامیابۍ لپاره يې د نېكو ھيلو څرګندونه وكړه۔ ده باور ولرو چې دوي به د پاكستان سره د خپلو هېوادونو اړېكې لا مضبوطولو او د شرېكې خوښې په څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو كښې کردار تر سره کړي۔ د فرانس سفیر ژاں نوئل پواغیے سره ملاقات کښې صدر مملکت د رسمې مکالمې او د پراخه مرستې د لارې فرانس سره د پاکستان د زړو اړيكو مضبوطولو د عزم پخلے وكړو ۔ ده ګڼ اړخيزه ، د رسمي اعلیٰ كچې تبادلو او د يو خودمختاره دوه اړخيزه تعلق په اهمیت زور راوړو ۔صدر مملکت تجارت، سرمایه کارۍ ، پارلیماني تبادلو ، تعلیمی و كلتوري روابطو او د دفاعي مرستې زياتولو موقعې رامخې ته كړې ۔ د سعودي عرب نومولي سفیر ډاکټر راجح طامي البقمي سره ملاقات كښې صدر مملکت د پاکستان او سعودي عرب په نزدې سټریټجک شراکت دارۍ زور راوړو او د سعودي مملکت سلامتیا او دفاع لپاره يې د پاکستان د عزم پخلے وكړو ۔ ده د مکه اتحاد دفاع او د دوه اړخيزه مرستې د بنیاد جوړونكې ادارہ جاتي طریقه کار اهمیت رامخې ته كړو ۔ صدر مملکت د معاشي اړيكو د لا ژورولو په ضرورت هم زور راوړو ، ده سعودي عرب د مالي معاونت او د تیل وركړې ستائنه يې وكړه او سعودي عرب كښې د پاکستانيانو کردار باندې يې رڼا واچوله ۔ ده باور څرګند كړو چې د سفیر د ملازمت په موده كښې به اړېكې لا وده اومومي ۔









