اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د خارجه وزارت او لوړو زدكړو کمېسون (ايچ اي سي) ترمينځه د ډيټا بيس انضمام په اړه په مفاهمتي يادداښت د لاس ليك دستوره كښې كډون وكړو۔د دې مفاهمتي يادداښت سره به د تعليمي دستاويزات تصديق تګلاره لا آسانولو، سپېځلتيا او د دستاويزات جانچ پړتال عمل نور مؤثره كولو له مرسته تر لاسه شي۔ …
د خارجه وزارتِ او ايچ اي سي ترمينځه د ډيټا بيس انضمام په مفاهمتي يادداښت لاس ليك،دا اقدام د دستاويزات د تصديق خدمات لا د رسني وړ، مؤثره او آسانولو پلو ګتور پيش رفت دے۔اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د خارجه وزارت او لوړو زدكړو کمېسون (ايچ اي سي) ترمينځه د ډيټا بيس انضمام په اړه په مفاهمتي يادداښت د لاس ليك دستوره كښې كډون وكړو۔د دې مفاهمتي يادداښت سره به د تعليمي دستاويزات تصديق تګلاره لا آسانولو، سپېځلتيا او د دستاويزات جانچ پړتال عمل نور مؤثره كولو له مرسته تر لاسه شي۔ ډيجيټل سرټيفکيټس او آن لائن سهوليات د لارې به په تاخير كښې كمې راشي او زياتره چارو كښې به د دفترو ذاتي دورو حاجت ختم شي چې ورسره به په خاص توګه بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته آسانۍ ترلاسه شي۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په دې خبره زور راوړو چې قونصلر خذمات ښه كولو ته عمر له پام لرنه كوو چې له مخې 2024 كښې پاکستان كښې اپوسټيل نظام هم پيل شوے۔ده ووئيل د نن دا اقدام د پاکستانيانو لپاره كه هغوي هېواد دي يا بهر د دستاويزات د تصديق خدمات زيات د رسني وړ، مؤثره او آسانولو پلو يو مثبت پيشرفت دے۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير دا اقدام مخ په وړاندې بوتللو كښې د اړوندو ادارو او په خاص توګه خارجه وزارت ، هائر ايجوکيشن کمېشن، انټر بورډ کوآرډينيشن کمېشن او د نيشنل انفارميشن ټيکنالوجي د بورډ هڅي وستائيلې










