اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ته د ناروے، آذربائيجان او سوئټزرلينډ نوملے شوو سفيرانو په ايوان صدر كښې خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل۔صدر مملکت درېو واړو سفيرانو له د هغوي په تقررۍ مبارکي وركړه او پاکستان كښې د هغوي سفارتي ذمه وارو کاميابۍ لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان …
صدر مملکت آصف علي زرداري ته د ناروے، آذربائيجان او د سوئټزرلينډ نومولے شوو سفيرانو خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل ، د دوه اړخيزه اړيكو په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ته د ناروے، آذربائيجان او سوئټزرلينډ نوملے شوو سفيرانو په ايوان صدر كښې خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل۔صدر مملکت درېو واړو سفيرانو له د هغوي په تقررۍ مبارکي وركړه او پاکستان كښې د هغوي سفارتي ذمه وارو کاميابۍ لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقاتونو په مهال د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو په امکانات د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې په خاص توګه اقتصادي مرستي، تجارت او سرمايه کارۍ پشمول د شريكې خوښې نورو څانګو ته پام لرنه وشوه ۔د ناروے سفير سګوالډ هائوګ سره ملاقات كښې صدر مملکت د پاکستان او ناروے ترمينځه د ملګرتيا پخوانو اړيكو لا مستحکمولو د عزم پخلے وكړو۔صدر مملکت د تجديد وړ توان، بحري چارو، ټيکنالوجي، تجارت او سرمايه کارۍ په څانګو كښې د مرستي موقعې رامخې ته كړې۔ ده د دواړو هېوادونو اړيكو ته ودې كښې د پاکستانيانو كردار هم وستائېلو۔د آذربائيجان سفير عرفان شاکراوغلو داؤدوف سره خبرو كښې صدر مملکت د پاکستان او آذربائيجان ترمينځه د نزدې او ورورولۍ اړيكو ذكر وكړو۔ده قوي سياسي رابطي په تجارت او سرمايه کارۍ د بدلولو په حاجت زور راوړو۔د سوئټزرلينډ سفير اسټيفن لائورينټ رے سره ملاقات كښې صدر مملکت د ثالثۍ او امن هڅو كښې د سوئټزرلينډ کردار وستائېلو چې پكښې برګن اسټاك كښې د امريكې او ايران ترمينځه تکنيکي خبرو اترز كښې سهولت کاري هم شامله ده۔صدر مملکت سيمه ايز امن لپاره د پرله پسې مرستي په اهميت زور راوړو۔په دې مهال سينيټر شيري رحمان، سينيټر سليم مانډوي والا او خارجه سيکرټري عاصم افتخار احمد هم موجود وو









