په ټيکنالوجي بشپړ بنديز د مسئلو حل نه دے،د اوبو په شان دا خپله لاره اوباسي،د ماشومانو محفوظ آن لائن سباؤن لپاره په شواهد اډانه پاليسي جوړولو او د والدېن كردار ته اړتيا ده ۔ د آئي ټي وفاقي وزير شزه فاطمه خواجه

اسلام آباد 12 اکتوبر  (اے پي پي) د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيري شزه فاطمه خواجه وئيلي دي په انټرنيټ او جديد ټيکنالوجي بشپړ بنديز د مسئلو حل نه دے ځكه چې ټيکنالوجي د اوبو په شان خپله لاره اوباسي،دې لپاره ماشومان آن لائن خطرو څخه بچ كولو لپاره د بشپړ بنديز په ځائے مناسب ريګوليشن، په شواهد اډانه پاليسي جوړولو او د مور پلار رهنمائي ته اړتيا …

اسلام آباد 12 اکتوبر  (اے پي پي) د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيري شزه فاطمه خواجه وئيلي دي په انټرنيټ او جديد ټيکنالوجي بشپړ بنديز د مسئلو حل نه دے ځكه چې ټيکنالوجي د اوبو په شان خپله لاره اوباسي،دې لپاره ماشومان آن لائن خطرو څخه بچ كولو لپاره د بشپړ بنديز په ځائے مناسب ريګوليشن، په شواهد اډانه پاليسي جوړولو او د مور پلار رهنمائي ته اړتيا ده۔دې د ګل په ورځ  ’’سيف سکرول: پروټيکټنګ آور چلډرن آن لائن‘‘ په سرخط دستوري ته وينا كوله۔پينل خبرو كښې د قانون و انصاف وزير مملکت بيرسټر عقيل ملك، چيئرپرسن چائلډ پروټيکشن اينډ ويلفيئربيورو اېم پي اے سائره احمد،ډائيريکټر جنرل پي ټي اے محمد عارف سرغانه، اسامه خلجي په دې سرخط رڼا واچوله۔ وفاقي وزيري شزه فاطمه خواجه ووئيل د ماشومانو لپاره د انټرنيټ او سکرين استعمال تر څه حده پرانستے پكار دے او چرته چې حدود ټاكل دي،په دې اړه مونږ فکري او نظرياتي وضاحت سره مخ په وړاندې روان يوو۔ ټوله نړۍ او په خاص توګه او اي سي ډي  20 نه تر 25 هېوادونو كښې ماشومان د سوشل ميډيا او انټرنيټ استعمال ريګوليټ کولو لپاره بيل فريم ورکس او قوانين د غور لاندې دي چې پكښې د آسټريليا، ملائيشيا او تھائي لينډ په شان هېوادونه شامل دي۔وفاقي وزيري ووئيل كه مونږ ټيکنالوجي يا مخصوص پليټ فارمز باندې بنديز ولګوو نو ماشومان  د وي پي اين د لارې تر هغې رسنه ترلاسه كوي كومو سره چې هغوي زمونږ د كنټرول څخه بهر كيږي او غير مناسب، نامناسب يا غير اخلاقي مواد ته رسيږي۔ د نن نسل ډيجيټل نړۍ كښې زيږدلے ، مونږ د تير وخت مائنډ سيټ سره د هغوي  د رويو او ضروريات اندازه نه شو لګولې۔دې ووئيل ټوله نړۍ كښې دا منلے كيږي چې يواځې حکومتونه د دې خبري بشپړ ضمانت نه شي وركولې چې كوم ماشوم د  16 كلونو څخه کم عمره دے او آن لائن څه كوي،دې لپاره په نړيواله كچه په لويو ټيکنالوجي کمپنيو او پليټ فارمز هم ذمه واري اچولې كيږي جې هغوي آرټيفيشل انټيليجنس (اے آئي) او نور جديد ټولز د لارې د عمر تصديق او د مواد جانچ پړتال باوري كړي۔

مزید خبریں