پېښور 12 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ثمر هارون بلور خپلې ذمه وارۍ پغاړه واغستې۔د اطلاعات صوبائي محكمې وياند له مخې د چارج اغستو نه وروستو چې كله لاهوري ګېټ كښې خپل دفتر ته هغه ورسېده نو كاركنانو ئې تود هركلے وكړو۔په دې موقع د ميډيا استازة سره په خبرو كښې ثمر هارون بلور ووئيل زه به د ګورنر فېصل …
خېبر پښتونخوا ٬ ثمر هارون بلور د اطلاعات او خپرونو مرستيالې په حېث خپلې ذمه وارۍ پغاړه واخستې

مزید خبریں
پېښور 12 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ثمر هارون بلور خپلې ذمه وارۍ پغاړه واغستې۔د اطلاعات صوبائي محكمې وياند له مخې د چارج اغستو نه وروستو چې كله لاهوري ګېټ كښې خپل دفتر ته هغه ورسېده نو كاركنانو ئې تود هركلے وكړو۔په دې موقع د ميډيا استازة سره په خبرو كښې ثمر هارون بلور ووئيل زه به د ګورنر فېصل كريم كنډي د باور له مخئ او د اولس خدمت لپاره بشپړ كردار لوبوم۔ د صوبې اولس خدمت كول زما لپاره د اعزاز خبره ده او د اولسي خدمت روايت مخ په وړاندې بوتلل زما عزم دے۔ دې ووئيل بلور كورنۍ تل خپلې خاورې او وطن لپاره قربانۍ وركړې دي۔ دې ووئيل چ خپل اولس خوشحال او آباد ليدل زما ارمان دے او دې مقصد لپاره به خپل ټول صلاحيتونه كاروم










