د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان او علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ ترمېنځه په بېلو څانګو كښې مرستې ته اتفاق

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د قامي خبررسنې ادارې ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) او د علامه اقبال اوپن يونيورسټي په بېلو څانګو كښې مرستې ته اتفاق راغلے۔ د ګل په ورځ د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان منيجنګ ډائريکټر سبين عثمان خټك د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ دوره وكړه او وائس چانسلر ډاکټر ناصر محمود سره يې وليدل۔ په دې موقع د اے پي …

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د قامي خبررسنې ادارې ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) او د علامه اقبال اوپن يونيورسټي په بېلو څانګو كښې مرستې ته اتفاق راغلے۔ د ګل په ورځ د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان منيجنګ ډائريکټر سبين عثمان خټك د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ دوره وكړه او وائس چانسلر ډاکټر ناصر محمود سره يې وليدل۔ په دې موقع د اے پي پي د مارکيټنګ او د آئي ټي څانګې چارواكي هم موجود وو۔ په ملاقات كښې د اے پي پي او د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ ترمېنځه په بېلو څانګو كښې په مرسته خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال ډاکټر ناصر محمود د يونيورسټۍ د بېلو څانګو په چارو دوي ته بريفنګ وركړو۔ اېم ډي اے پي پي سبين عثمان خټک ووئيل چايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان قامي بيانيې ته وده وركوي او ويډيو نيوز سروس، د ډيجيټل پشمول بېلو قامي٬ سيمه ايزو او نړيوالو ژبو كښې خبرونه خپروي۔ په ملاقات كښې په دې خبره صلاح يوه شوه چې د اے پي پي او د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ ترمېنځه په بېلو څانګو كښې مرستې لپاره ډېر زر به په يو مفاهمتي ياددښت لاسليك كړے شي۔

مزید خبریں