اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ټولو اړوند وزارتونو او ډويژنز ته امر كړے دے چې د کفايت شعارۍ او اضافي بچت په اقدامات عملدرآمد او د نګرانۍ کمېټۍ په غونډو كښې په شوو پرېكړو بشپړ او موثره عملدرامد باوري كړي۔ ده خرڅونه تر ضروري چارو محدود ساتلو و قامي وسائلو په ځيركتيا سره د كارولو په اهميت زور راوړو …
د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د کفايت شعارۍ او د اضافي بچت په اقدامات د عملدرآمد او نګرانۍ كونكې كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ټولو اړوند وزارتونو او ډويژنز ته امر كړے دے چې د کفايت شعارۍ او اضافي بچت په اقدامات عملدرآمد او د نګرانۍ کمېټۍ په غونډو كښې په شوو پرېكړو بشپړ او موثره عملدرامد باوري كړي۔ ده خرڅونه تر ضروري چارو محدود ساتلو و قامي وسائلو په ځيركتيا سره د كارولو په اهميت زور راوړو ۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د کفايت شعارۍ او اضافي بچت په اقدامات عمل درآمد او د نګرانۍ لپاره د كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې مالياتي نظم و ضبط په ځائے ساتلو ته د خاص پام لرنې سره بچت او د کفايت شعارۍ په اقدامات د عملدرآمد او پيشرفت جاج واخستلے شو۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير ټولو اړوند وزارتونو او ډويژنز ته امر وكړو چې په تېرو غونډو كښې په شوو پرېكړو بشپړه او موثر عملدرامد باوري كړئ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د کابينې سيکريټري ، خارجه سيکريټري او د اړوند وزارتو او څانګو لوړو پورو ګډون كړې








