اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سېرت انډومنټ فنډ اعلان كولو سره وئيلي دي سیرت النبی (ص) د انصاف ٬ متقابل احترام او مكالمې درس وركوي ٬ د سېرت النبي لارښوونې د نړيوال امن او انصاف ضامن دي٬ مذهبي او سياسي اختلاف د مكالمې د لارې حل كېدے شي٬ پاكستان په منځني ختيز كښې امن په ځائې كولو او په نړيواله كچه شخړې هوارولو …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار د سیرت انډومینټ فنډ اعلان وکړو ٬ د سیرت النبی لارښوونې د نړیوال امن او انصاف ضامن دي: اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سېرت انډومنټ فنډ اعلان كولو سره وئيلي دي سیرت النبی (ص) د انصاف ٬ متقابل احترام او مكالمې درس وركوي ٬ د سېرت النبي لارښوونې د نړيوال امن او انصاف ضامن دي٬ مذهبي او سياسي اختلاف د مكالمې د لارې حل كېدے شي٬ پاكستان په منځني ختيز كښې امن په ځائې كولو او په نړيواله كچه شخړې هوارولو له خپل بشپړ كردار ترسره كړے دے٬ نن پاكستان د امن راوستو له د كردار ترسره كونكي هېواد په توګه پېژندلے كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د قومي رحمت للعالمين او خاتم النبيين اتھارټي تر سېوري لاندې د درېم نړيوال سېرت فېسټويل پرانستې غونډې ته خطاب كښی وكړه۔ نائب وزيراعظم د نېشنل رحمت للعالمین و خاتم النبیین اتھارټی چيئرمېن خورشید احمد ندیم، غړو ، مسؤولينو او منتظمينو له د خپلې خوا او د وزيراعظم شهباز شريف لخوا مباركي وركړه۔ ده ووئيل د نبي كريم (ص) ذكر زړونو له راحت دے او د هغوي په تعليمات عمل نړۍ او آخرت كښی د كاميابۍ ضمانت دے۔ نائب وزیراعظم د نړيوال كنفرنس سرخط “د قامونو ترمنځه د پلونو تعمير: د سيرت النبي (ص) په رڼا كښی” د وخت مهم ضرورت بللو سره د دې سرخط په ټاكنه د اتھارټي چيئرمېن او د هغه ټولې له مباركي وركړه۔ ده ووئيل دا مهال نړۍ بېلو شخړو او تاؤ تريخوالي سره مخ ده او په بېلو سيمو كښې تصادم مخ په زياتېدو دے۔ منځني ختيځ ٬ سوډان، صومالیه، یمن، لیبیا، د روسيه – يوكرېن جنګ او د امريكا – ايران تاؤ تريخوالے د دې صورتحال عكاسي كوي۔ ده ووئيل په منځني ختيځ په خاص توګه د غزه او ختيځ يروشلم صورتحال زيات اندېښمن دے۔ دغسې په سوئيلي آسيا كښې د جمو وكشمير شخړې له لسيزو راهېسې حل طلب دي۔ ده ووئيل دا پیښې دا خبره څرګندوي چې د ملګرو ملتونو په څير ادارې په موجودګۍ كښې هم نړيوالې ورورولۍ ته له شخړو او جنګونو څخه خلاصې ورنه كړے شو ۔ ده ووئيل زمونږ ايمان دے چې د نبي اكرم (ص) تعليمات هغه اخلاقي اقدار وړاندې كوي كوم چې د قامونو اړيكې د عزت ٬ احترام او انصاف په بنيادونو اودرولې شي او نړۍ څخه د ظلم او ناانصافۍ په ختمولو كښې مرسته كولې شي۔ اسحاق ډار ووئيل تاريخ ګواه دے چې نبي علېه السلام جنګ هم د اخلاقي اقدارو پابند جوړ كړو٬ د مذهب هم غږۍ تعليم يۍ وركړو او د خارجه پالېسۍ هغه اصول يۍ وړاندې كړل كوم چې د نړيوال امن ضمانت جوړېدے شي۔ خطبه حجة الوداع يو داسې چارټر دے په كوم كښې چې د انسانانو ترمينځه د نسل په بنياد فرق تل لپاره ختم كړے۔ ده ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې مسلمان محققين د سيرت النبي په رڼا كښې د انسانيت لارښودنه وكړي۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ترمينځه پل جوړولو كښې تاريخي كردار ترسره كړو٬ پاكستان 47 كاله پسې دوه متحارب هېوادونه په اسلام آباد كښې خبرو اترو ته كښېنول۔ ده ووئيل څو ورځې وړاندې زما او د وزيراعظم په بلنه د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېش د پاكستان دوره وكړه۔ هغه امن لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې او د دې اعتراف يۍ وكړو۔ ده معركه حق يو مثالي معركه ګرځولو سره ووئيل په كال 2025 كښی پاكستان ته پروردګار كاميابي وركړه كومه چې نړۍ تسليم كړه۔ ده ووئيل د سيرت النبي (ص) په لارښودنه كښې پاكستان يوازې پوځي هدفونه په نخښه كړل٬ مشورې سره يۍ پرېكړې وكړې۔ د پاكستاني قيادت هدايات وو چې د دښمن په كومه الوتكه دې تر ھغه وخت بريد ونه كړے شي تر كومې چې هغه زمونږ فضائي حدود څخه تجاوز ونه كړي۔ ده ووئيل قرآن كريم يو بشپړ ضابطه حيات دے كوم چې تر قيامت ورځې د هدايت سرچينه ده۔ په دې د تحقيق د لارې د اطلاقي تحقيق په مېدان كښې نوې جهتونه رامخې ته كېدې شي۔ اسحاق ډار د سیرت انسائیکلوپیډیا په څير منصوبې په پېل كېدو اتھارټي ته مباركي وركولو سره ووئيل دا خوش بختي ده چې د دې سعادت تعلق د اردو ژبې سره دﺀ۔ ده باور وركړو چې حكومت به د دې منصوبې بشپړولو له ټول ممكنه وسائل برابر كري۔ ده شتمندو ته غږ وكړو چې هغوي هم سیرت انډومنټ فنډ ته عطيات وركولو سره د خېر په دې كار كښې برخه واخلي دغسې چې ټولنه كښی د سيرت النبي (ص) تعليمات عام شي او تعصب ٬ كركه ٬ ظلم او انتها خوښي ټول عمري له ختمه شي۔ ده دعا وكړه چې د سيرت النبي خوشبو دې ټولې نړۍ ته ورسي۔









