اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د پاک بحرين مشترکه وزارتي کميشن په درېمه غونډه كښې په لوظنامو لاسليك كړي چې پكښې تجارت، سرمايه کاري، زراعت، فوډ سکيورټي، تيل، ګيس او د معدنيات٬ سمندري چارو٬ انفارميشن ټيکنالوجي، صحت، تعليم او په افرادي قوت كښې شريكه مرسته زياتولو له سلا شوې۔ په غونده …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د بحرين خارجه وزير د پاك -بحرين مشترکه وزارتي کميشن په درېمه غونده كښې په لوظنامو لاسليك وكړو، تجارت، سرمايه کاري، زراعت، فوډ سکيورټي، تيل، ګيس او د معدنياتو په څانګو كښې مرسته ته سلا

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د پاک بحرين مشترکه وزارتي کميشن په درېمه غونډه كښې په لوظنامو لاسليك كړي چې پكښې تجارت، سرمايه کاري، زراعت، فوډ سکيورټي، تيل، ګيس او د معدنيات٬ سمندري چارو٬ انفارميشن ټيکنالوجي، صحت، تعليم او په افرادي قوت كښې شريكه مرسته زياتولو له سلا شوې۔ په غونده كښې دوه اړخيزه تجارت او سرمايه کارۍ لپاره په حکومتي كچه د وركنګ ورکنګ ګروپ جوړولو هم پرېكړې شوې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزير اعظم وخارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني پاکستان-بحرين مشترکه وزارتي کميشن په درېمه غونډه كښې په روداد مشتمل پروټوکول لاسليك كړې پكښې تجارت، سرمايه کاري، زراعت، فوډ سکيورټي، تيل، ګيس او د معدنيات٬ سمندري چارو٬ انفارميشن ټيکنالوجي، صحت، تعليم او په افرادي قوت كښې شريكه مرسته زياتولو له سلا شوې ده۔ دواړو ډلو د شريك تجارت او سرمايه كارۍ په حواله رسمي مشاورت، رابطه کارۍ او مرستې لپاره په حكومتي كچه د تجارت و سرمايه کارۍ په اړه د مشترکه ورکنګ ګروپ جوړولو له سلا كړې كوم چې به د يو اداره جاتي تګلارې په توګه كار كوي۔










