اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او بحرين ترمېنځه تجارت، سرمايه کاري او سکيورټي مرسته په لا قوي كولو زور راوړلو سره ووئيل چې پاکستان بحرين سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي، پاکستان اعتماد سازي، په اختلافات كښې كمې او په منطقه كښې د اوږدې مودې امن، سلامتيا او استحکام ته وده وركولو لپاره ټولو ډلو سره د ګټورو روابطو …
صدرآصف علي زرداري سره د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبد اللطيف بن راشد الزياني وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او بحرين ترمېنځه تجارت، سرمايه کاري او سکيورټي مرسته په لا قوي كولو زور راوړلو سره ووئيل چې پاکستان بحرين سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي، پاکستان اعتماد سازي، په اختلافات كښې كمې او په منطقه كښې د اوږدې مودې امن، سلامتيا او استحکام ته وده وركولو لپاره ټولو ډلو سره د ګټورو روابطو په عزم ولاړ دے۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت دا خبره د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني سره په ملاقات كښې كړې چا چې دوي سره د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ په دې موقع د دواړو مشرانو ترمېنځه خاص ملاقات شو او د دې نه وروسته د پلاويو په كچه مذاكرات وشول۔ د يادونې وړ ده چې ډاکټر عبد اللطيف بن راشد الزياني د پاکستان بحرين د مشترکه وزارتي کميشن په درېمې غونډه كښې ګډون لپاره د پاكستان په دوره دے۔ په دې موقع ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزيانيد بحرين فرمانروا شاه حمد بن عيسيٰ الخليفه او ولي عهد و وزير اعظم شهزاده سلمان بن حمد الخليفه لخوا صدر مملکت لپاره د نېكو هيلو او مباركۍ پېغام ورسولو۔ ده ووئيل چې د پاکستان بحرين د مشترکه وزارتي کميشن غونډه ډېره د نتيجې وړ وه چې پكښې د شريكې مرستې يو شمېر اهمې څانګې احاطه شوې۔ ده امن لپاره د پاکستان د هلو ځلو ستائنه هم وكړه او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د غېر مستقل غړي په حېث د پاكستان په كاميابه موده ئۍ مباركي هم وركړه۔ د پلاويو په كچه شوې غونده كښې د بحرين په پلاوي كښې پاكستان كښې د بحرين سفير محمد ابراهيم محمد عبدالقادر، د خارجه وزير د سياسي چارو سلاحكار حمد علي المنائي، ميجر جنرال عبدالعزيز مايوف الرميحي، ډائريکټر جنرل کريمنل انويسټي ګيشن اينډ فرانزك سائنس، وزارت داخله، شيخ حمد بن سلمان الخليفه، كورني او بهرني تجارت لپاره اسسټنټ انډر سيکرټري، د صنعت و تجارت وزارت ، انجينئر محمد مرزا العريبي، د زرعي چارو اسسټنټ انډر سيکرټري، د بلدياتي چاور او زراعت وزارت ، او د بحرين چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري فرسټ وائس چيئرمېن يوسف صلاح الدين ابراهيم صلاح الدين وو۔ د پاکستان لخوا نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، سينيټرز شيري رحمان، سليم مانډوي والا، د قامي اسمبلۍ غړې سيد نويد قمر، د اقتصادي چارو وزارت سيکرټري او نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔










